پېښور : د پېښور پولیس وايي، چې د رحمان بابا تاڼې په حدودو کې د دوو ښځو د مبینه ډله ییز جنسي تېري په مقدمه کې نیول شوي څلور کسان ،د سپتمبر د ۱۰مې او ۱۱مې، ترمنځ د شپې په ډزو وژل شوي دي.
د پولیسو د رسمي بیان له مخې، نیول شوي کسان د پېښې د ځای د نښه کولو لپاره بیول کېدل چې ناڅرګنده کسانو پر پولیسو ډزې وکړې. پولیس وايي، څلور واړه نیول شوي کسان په ډزو ولګېدل او ووژل شول، خو پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
پولیسو د وژل شویو کسانو نومونه عامر د افتخار زوې، جلال مشهور په راجه د معراج زوې، چچې د قدوس زوې او امداس ښودلي دي.
د پېښور پولیسو په وینا، پر دغو څلورو کسانو تور و چې د سپتمبر پر ۶مه د شپې یې د ګړۍ موسم خان په سیمه کې د یو کور دېوال اوښتی او د وسلې په زور یې پر دوو ښځو ډله ییز جنسي تېری کړی و.
د پېښور ایس ایس پي اپرېشنز فرحان خان تر دې مخکې ویلي وو چې پولیسو د پېښې په تړاو څلور کسان نیولي او د پېښې له ځایه یې شواهد راټول کړي دي. د قضیې د عدلي معاینې نمونې هم د ازموینې لپاره لابراتوار ته لېږل شوې وې.
پولیس وايي، چې د پېښې مقدمه د سپتمبر پر شپږمه د رحمان بابا په تاڼه کې درج شوې وه او د ماشومانو د ساتنې قانون اړوند ماده هم پکې شامله شوې وه. د جمعې د ډزو په اړه پولیس وايي، د ناڅرګنده بریدګرو د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې روانې دي.
تر دې دمه کومې خپلواکې سرچینې دا نه دي تایید کړي چې پر پولیسو چا ډزې کړې، بریدګر څو تنه وو او څلور واړه نیول شوي کسان په کومو دقیقو شرایطو کې ووژل شول.


شال نیوز