برلین (شال نیوز) : د جرمني حکومت وايي، د دغه هېواد بېلابېلو صوبو ۴۸۸ افغانان افغانستان ته د بېرته لېږلو لپاره د جرمني مرکزي پولیسو ته ورپېژندلي دي.

 

حکومت دا معلومات د پارلمان د غړې کلارا بونګر د پوښتنې په لیکلي ځواب کي ورکړي دي. د معلوماتو له مخې، دغه کسان د جولای له اتمې د سپټمبر تر ۱۸مې پورې د بېرته لېږلو لپاره ورپېژندل شوي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دغو ۴۸۸ کسانو کي ۲۶۷ کسان په کوم جرم کي ککړ نه دي.

 

دا د جرمني د حکومت په تګلاره کي نوی بدلون دی. افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو بهیر تر دې وړاندې تر ډېره پر هغو کسانو متمرکز و چې په جرمونو کي ککړ وو یا امنیتي خطر بلل کېدل.

 

خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ ویلي، افغانستان ته بېرته لېږل به نور یوازې پر دغو کسانو محدود نه وي. هغه افغانان هم بېرته لېږل کېدای شي چې په جرمني کي د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.

 

کله چې طالبانو کابل ونیو، لوېدیځ افغانانو ته دروازې پرانیستې؛ اوس یې ولې تړي؟
کله چې طالبانو کابل ونیو، لوېدیځ افغانانو ته دروازې پرانیستې؛ اوس یې ولې تړي؟

 

د جرمني حکومت د طالبانو له چارواکو سره هم د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه خبرې کړې دي. حکومت وايي، له طالبانو سره دا خبرې د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندلو معنا نه لري.

 

د کډوالو د حقونو ډلې افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو پر پراخېدو نیوکه کوي. دوی وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کي د بشري حقونو وضعیت ته په پام، د افغانانو جبري ستنول د اندېښنې وړ دي.

 

د جرمني حکومت بیا وايي، هغه کسان چې په دغه هېواد کي د پاتې کېدو قانوني حق نه لري، افغانستان ته به یې د بېرته لېږلو بهیر دوام وکړي.