د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د سې شنبې، سپتمبر ۲۲مې پر ورځ داسې څه وشول چې په بل وخت کې به ښيي نړۍ لړزولې وای. خو غونډې روانې وې، تړونونه لاسلیک کېدل، لاسونه ورکول کېدل او د نړیوالې ډیپلوماسۍ چارې د معمول په څېر مخته تللې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو له منبره د ایران په اړه داسې ژبه وکاروله چې د یو هېواد د بشپړ تباه کولو تصور یې وړاندې کاوه.
ټرمپ وویل، د ایران په اړه له یوې «لویې پرېکړې» سره مخ دی: له تهران سره تړون وکړي او که «اسلامي جمهوریت تباه» کړي. هغه بیا وپوښتل چې ایا ایران «دوزخ ته» واستوي، داسې چې «د ژوندي پاتې کېدو چانس او د راتلونکو نسلونو هیله» ونه لري.
ټرمپ په ښکاره د اټومي وسلې د استعمال خبره ونه کړه. خو زما لپاره د نړۍ د تر ټولو ستر پوځي ځواک د ولسمشر له خولې د یو هېواد د «تباه کولو» او د هغه د «راتلونکو نسلونو» د نه پاتې کېدو ژبه له عادي پوځي ګواښ څخه ډېره وړاندې ځي.
لا حیرانوونکې دا ده چې دا خبرې د ملګرو ملتونو له منبره وشوې؛ هغه اداره چې د دویمې نړیوالې جګړې له ویجاړۍ وروسته د دې لپاره جوړه شوه چې راتلونکي نسلونه د یوې بلې سترې جګړې له ناورین څخه وژغوري.
خو تالار ونه درېده. نړۍ هم ونه درېده، او زما لپاره همدا چوپتیا د اندېښنې تر ټولو لویه برخه ده.
ټرمپ په خپله وینا کې د ایران پر ضد د امریکا د پوځي اقدام دفاع وکړه، تهران یې د اټومي وسلې د ترلاسه کولو په هڅه تورن کړ او ویې ویل چې ایران به د اټومي وسلې د لرلو اجازه ترلاسه نه کړي.
خو پوښتنه دا ده: که د یو هېواد د امنیت لپاره د بل هېواد د تباه کولو ژبه عادي شي، نړۍ کوم لوري ته روانه ده؟
موږ په داسې وخت کې ژوند کوو چې پوځي ځواک ورځ تر بلې د ستونزو د حل د وسیلې په توګه وړاندې کېږي. هېوادونه نورې وسلې اخلي، خپلې پوځي بودیجې زیاتوي او ځان ته وايي چې امنیت به د ډېرو او پرمختللو وسلو له لارې ترلاسه کړي.
د دې فکر خطر دا دی چې بالاخره امنیت له ګډ ژوند سره نه، بلکې له وېرولو، زور او د مقابل لوري له ماتولو سره وتړل شي. غزه هم د همدې بحث یوه برخه ده. زه د اسراییل له خوا په غزه کې شوې وژنې او ویجاړۍ د ځان دفاع نه بولم. زما په نظر، هغه څه چې هلته شوي نسلوژنه ده.
همدا ځکه د ټرمپ د ملګرو ملتونو وینا یوازې د ایران په اړه یوه وینا نه وه. دا د هغې نړۍ یوه نښه وه چې ورو ورو پکې د زور ژبه عادي کېږي.
کله چې د نړۍ د تر ټولو ځواکمنو هېوادونو یو ولسمشر د نړیوالې سولې لپاره جوړې شوې ادارې ته ورځي او هلته د یو بل هېواد د تباه کولو احتمال په ښکاره ژبه مطرح کوي، دا باید یوازې د یوې ورځې د خبر سرلیک ونه ګڼل شي.
د ټرمپ په وینا کې بله خوا هم موجوده وه. هغه وویل باور لري چې له ایران سره به بالاخره تړون وشي. څو ساعته وروسته یې وویل چې امریکايي او ایراني لوري خبرې کړې دي او دی فکر کوي یوه موافقه به وشي.
همدا تضاد د اوسني وخت انځور وړاندې کوي: په یوه ورځ د خبرو او موافقې خبره، او په هماغه ورځ د تباه کولو ګواښ.
خو د سولې ژبه باید یوازې د جګړې تر سیوري لاندې انتخاب نه وي.
د ټرمپ الفاظ زما لپاره د ځواک نښه نه ده. دا د یوې داسې نړۍ نښه ده چې د ګډې سولې لپاره پکې ځای کمېږي او د لویو وسلو، لویو پوځونو او لویو ګواښونو لپاره ځای پراخېږي. که هر هېواد دې پایلې ته ورسېږي چې یوازې وسلې یې ژغورلی شي، نو د ملګرو ملتونو د جوړېدو اصلي تصور به څه پاتې شي؟
او که زموږ بقا د بل انسان، بل ولس یا بل هېواد په تباهۍ پورې تړلې وي، نو هغه بقا نه ده.


کیتي ګینن