تهران (شال نیوز) : د ایران سپاه پاسداران وايي، چې د دوشنبې ،سپتمبر ۲۱مې، په سهار یې د هرمز تنګي پر فضا د امریکا یوه ایم کیو - ۱ بې‌ پیلوټه الوتکه ویشتلې ده. د سپاه په وینا، الوتکه د دغه ځواک د هوايي دفاع د یو نوي سیستم له خوا کشف او په نښه شوې ده.

 

سپاه پاسداران په خپل بیان کې دا «بله» امریکايي ایم کیو - ۱ بللې ده. ایران د سپتمبر پر ۱۵مه هم ویلي وو چې د هرمز تنګي په لوېدیځه برخه کې یې د همدې ډول یوه امریکايي بې‌ پیلوټه الوتکه ویشتلې وه.

 

سپاه وايي، ایم کیو ـ ۱ پخوا په افغانستان کې زرګونه ساعته عملیات کړي وو او وروسته امریکا له پوځي خدمت څخه ایستلې او پر ځای یې ایم کیو - ۹ ریپر کارول پېل کړي وو. سپاه دعوه کړې چې د ایم کیو - ۱ الوتکو له زیانونو وروسته امریکا یو ځل بیا ایم کیو - ۱ کارولو ته مخه کړې ده. د دې دعوې خپلواک تایید نه دی شوی.

 

د ایران سپاه پاسداران : د نوي برید په صورت کې به د جګړې جغرافیه او وسلې بدلې کړو
د ایران سپاه پاسداران : د نوي برید په صورت کې به د جګړې جغرافیه او وسلې بدلې کړو

 

تر اوسه د امریکا پوځ د ایران د دې تازه دعوې په اړه څرګندونې نه دي کړي او په خپلواکه توګه هم دا نه ده تایید شوې چې الوتکه چرته او په کومو شرایطو کې ویشتل شوې ده.

 

دا پېښه په هرمز تنګي کې د ایران او امریکا ترمنځ د روان پوځي کړکېچ پر مهال شوې ده. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی او په سیمه کې هره پوځي پېښه د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ د لېږد لپاره ځانګړی اهمیت لري.