تهران (شال نیوز) : د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي وايي، چې که پر ایران بیا برید وشي، د دغه هېواد ځواکونه به د جګړې جغرافیه بدله کړي، نوې وسلې به وکاروي او داسې هدفونه به په نښه کړي چې تر اوسه پرې برید نه دی شوی.

 

محبي ،د سپتمبر په ۲۰مه، ویلي، د سپاه له نظره جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او ځواکونه یې د اوږدې جګړې لپاره چمتو دي. هغه وویل: «که نوی برید وشي، زموږ په دفاع او ځوابي برید کې به د پام وړ بدلون راشي.» د نوموړي په وینا، په دې بدلونونو کې د جګړې د سیمې پراخول، د نویو وسلو کارول او د نویو هدفونو ټاکل شامل دي.

 

د سپاه ویاند د دغو نویو وسلو، احتمالي هدفونو او د جګړې د جغرافیې د پراخېدو په اړه جزیات نه دي ورکړي. محبي همداراز ویلي، سپاه له امریکا سره رسمي یا غیررسمي اړیکې نه لري او په ډیپلوماسۍ کې برخه نه اخلي. هغه وویل، سپاه د ایران پوځي او دفاعي ځواک دی او سیاسي خبرې د اړوندو حکومتي ادارو کار دی.

 

نوموړي دعوه وکړه چې امریکا په وروستۍ جګړه کې خپل پخوانی سیمه‌ ییز برلاسی له لاسه ورکړی او ویې ویل چې «اوس د سیمې نوی نظام امریکا نه ټاکي.» هغه د میناب پر یو ښوونځي، لامرد او د واده پر مراسمو د بریدونو یادونه هم وکړه او د دغو پېښو پړه یې پر امریکا واچوله.