کوهاټ : د کوهاټ پر پخواني پولیس لاین ،د سپتمبر په ۱۸مه، د برید په غبرګون کې یو شمېر هېوادونو او نړیوالو ادارو دا برید غندلی او د وژل شویو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

 

چین، روسیې، سعودي عرب، قطر، ترکیې، بریتانیا، اردن، کوېت، اسټرالیا، پولنډ او فلسطین په جلا بیانونو کې ویلي چې له پاکستان سره په دې پېښه کې خواخوږي لري.

 

په اسلام اباد کې د چین سفارت ویلي، د کوهاټ برید په کلکو ټکو غندي او د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي. سفارت ویلي، چین په دې سخت وخت کې له پاکستان سره ولاړ دی.

 

د روسیې سفارت ویلي، د کوهاټ پېښه یو ځل بیا د وسله والې سخت دریځۍ پر ضد د ګډو هڅو اړتیا څرګندوي. مسکو ویلي، هیله لري چې د برید ذمه وار کسان به وپېژندل شي او عدالت ته به وړاندې شي.

 

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ریاض پر عبادت ځایونو او ملکي خلکو بریدونه ردوي او له پاکستان سره یووالی څرګندوي.

 

کوهاټ برید: د وژل شویو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی؛ پولیس وايي لومړني عملیات بشپړ شوي
کوهاټ برید: د وژل شویو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی؛ پولیس وايي لومړني عملیات بشپړ شوي

 

قطر هم برید غندلی او ویلي یې دي چې پر عبادت ځایونو بریدونه او د ملکي خلکو په نښه کول د منلو وړ نه دي.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د وژل شویو له کورنیو او د پاکستان له ولس سره خواخوږي څرګنده کړې او ژوبلو ته یې د روغتیا هیله کړې ده.

 

په پاکستان کي د بریتانیا عالي کمېشنرې جېن ماریټ ویلي، د کوهاټ د برید له امله خواشینې ده. هغې ویلي، هېڅوک باید په عبادت ځای کې له تاوتریخوالي سره مخ نه شي.

 

اردن او کوېت هم په جلا بیانونو کې برید غندلی او د پاکستان له حکومت او ولس سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

 

په پاکستان کې د اسټرالیا عالي کمېشنر ټیموتي کېن ویلي، د پېښې له راپورونو خواشینی شوی او د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره خواخوږي لري.

 

د پولنډ سفارت ویلي، د برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او ژوبلو ته د روغتیا هیله کوي.

 

فلسطین هم برید غندلی او ویلي یې دي چې د پاکستان له حکومت او ولس سره په دې پېښه کې خواخوږي لري.

 

کوهاټ برید : ایس پي اکبر شینواری او ډاکټر اسراییل اورکزی هم وژل شوي
کوهاټ برید : ایس پي اکبر شینواری او ډاکټر اسراییل اورکزی هم وژل شوي

 

د اسلامي همکاریو سازمان هم د کوهاټ برید غندلی او د وژل شویو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

 

په پاکستان کي دننه ولسمشر اصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل اپریدی او ګورنر فیصل کریم کونډي هم برید غندلی دی.

 

دا نړیوال غبرګونونه وروسته له هغه مخې ته راغلي چې د جمعې د لمانځه پر مهال د کوهاټ په پخواني پولیس لاین کې پر جومات برید وشو. د پولیسو په وینا، برید له بارودو ډک موټر څخه پېل شو او وروسته وسله وال پولیس لاین ته ننوتل. امنیتي ځواکونو د بریدګرو پر ضد عملیات کړي دي.

 

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د حافظ ګل بهادر تر مشرۍ لاندې اتحاد المجاهدین د برید ذمه واري منلې ده.