باړه : عوامي نیشنل ګوند ،د سپتمبر په ۱۸مه، د خیبر ضلعې په باړه کې د تیراه میدان او راجګال کوکي خېلو د بې ځایه شویو خلکو د غوښتنو لپاره احتجاج کړی دی.
په خیبر چوک کې د احتجاج مشري د ګوند د خیبر ضلعې صدر ،عبدالرزاق اپریدي، کوله. د باجوړ نه د صوبايي اسمبلۍ غړي نثار باز خان، د ګوند مشرانو او کارکنانو هم په احتجاج کې ګډون کړی و.
ویناوالو له حکومته وغوښتل چې هغه بې ځایه شوي کسان دې رجسټر کړي چې تر اوسه له رجسټرېشن پاتې دي، د مرستو سیمونه دې ورکړي او هغو کسانو ته دې مالي مرسته ورکړل شي چې سیمونه یې ترلاسه کړي خو پیسې ورته نه دي رسېدلې.
دوي د سړکونو، چیک پوسټونو او نورو سرکاري منصوبو لپاره د خلکو د استعمال شوې ځمکې د معاوضې غوښتنه هم وکړه. د ګوند مشرانو وویل، چې د ورانو او زیانمنو کورونو لپاره دې هم د معاوضې پیکیج ورکړل شي.
ویناوالو وویل، چې حکومت دې د سپتمبر له ۳۰مې مخکې د تیراه میدان او راجګال کوکي خېلو د بې ځایه شویو خلکو خپلو سیمو ته د ستنېدو په اړه روښانه نوټیفیکېشن جاري کړي.
که تر دې نېټې ستنېدل ممکن نه وي، د تیار فصلونو د زیان معاوضه دې ورکړل شي او اغېزمنو کورنیو ته دې د نورو بې ځایه شویو خلکو په څېر د بیا ابادۍ پیکیج ورکړل شي.
د ګوند مشرانو دا غوښتنه هم وکړه چې د بې ځایه شویو د رجسټرېشن او تصدیق چارې دې سرکاري ادارې پخپله وکړي، څو خلک د یو بل د تصدیق او لاسلیک اخیستو ته اړ نه شي.
دوي وویل، که د سپتمبر تر ۲۴مې د دوي پر غوښتنو عملي پرمختګ ونه شو، احتجاجونه به پراخ کړي او د صوبايي اسمبلۍ، ګورنر هاوس او بالاحصار پر لور به لاریونونه وکړي.
عوامي نیشنل ګوند تر دې وړاندې ویلي وو چې د تیراه د بې ځایه شویو ۳۷ غوښتنې لا په بشپړه توګه نه دي منل شوې او د سپتمبر پر ۱۸مه به په باړه کې احتجاج کوي.


شال نیوز