باړه : د خیبر د تیراه درې زرګونو بې ځایه شویو کورنیو د نوم لیکنې، مالي مرستو او د اکتوبر په میاشت کې د بېرته ستنېدو پر حکومتي پلان جدي تحفظات څرګند کړي دي. دوي وايي، چې د پخوانیو ژمنو د نه عملي کېدو له امله یې پر رسمي ادارو باور کم شوی دی.
د تیراه د بې ځایه شویو د تحریک مشر ،رحمت شاه افریدي، د اګست په ۷مه، له شال نیوز سره په خبرو کې وویل، چې له خپلو کورونو د وتلو څه باندې اته میاشتې وروسته هم زرګونه کورنۍ د نوم لیکنې، تصدیق او مالي مرستو په تمه دي.
د نوموړي په وینا، د حکومت د رسمي شمېرو له مخې د تیراه له ۳۴ زره بې ځایه شویو کورنیو څخه تر اوسه یوازې د ۲۱ زرو کورنیو تصدیق شوی دی. هغه وویل، چې د نوم لیکنې او تصدیق بهیر ډېر ورو روان دی او د دې چارو سپارل د تیراه ۲۴ کسیزې کمېټۍ ته د حکومتي ادارو د کمزورې کارکردګۍ څرګندونه کوي.

رحمت شاه افریدي وویل، چې هغه کورنۍ چې د ۲۰۲۵م کال په دسمبر او د ۲۰۲۶م کال په لومړیو کې باړې ته راغلې دي، لا هم د ترانسپورټ کرایې، میاشتني ۵۰ زره روپیو مرستې او د هرې کورنۍ لپاره د ۲۵۰ زره روپیو اضافي مرستې ته په تمه دي.
هغه دعوه وکړه چې ځینې بې ځایه شوې کورنۍ د هغو درغلی کوونکو له خوا لوټل شوې دي چې ځانونه یې د تیراه کمېټۍ غړي معرفي کول. د نوموړي په وینا، پولیسو او انتظامیې تر اوسه د دغو کسانو پر ضد لازم اقدام نه دی کړی.
د تیراه د مشرقي چوک اوسېدونکي او د بې ځایه شویو د تحریک اجراییوي غړي ،مهاج لالا، وویل چې د عادي کورنیو ترڅنګ زرګونو د تیراه سوداګرو او دوکاندارانو هم د خپلو سیمو د پرېښودو پر مهال د سوداګریزو مالونو ډېره برخه له لاسه ورکړې ده. نوموړي وویل، چې د سوداګرو د مالي زیانونو تر اوسه رسمي ارزونه نه ده شوې او ډېر یې په باړه، پېښور، مردان او نوښار کې د کاروبار د پیدا کولو هڅې کوي.
د هغه په وینا، په دغو سوداګرو کې هغه ښځې هم شاملې دي چې د ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م کلونو په موده کې د تیراه درې ته د لومړي ځل ستنېدو پر مهال یې په خپلو کورونو کې واړه دوکانونه جوړ کړي وو. نوموړي وویل، چې ډېرې دغې ښځې کونډې وې یا یې مېړونه د معلولیت له امله د کار کولو توان نه درلود، نو د خپلو کورنیو د لګښت لپاره یې د عاید یوه حلاله وسیله جوړه کړې وه.
مهاج لالا وویل، چې د تیراه سوداګره ټولنه له ناڅرګند برخلیک سره مخ ده، ځکه تر هغې چې د بېرته ستنېدو روښانه او باوري پلان نه وي اعلان شوی، سوداګر له تیراه بهر د نوې پانګونې پرېکړه نه شي کولی.
هغه د اکتوبر پر ۱۰مه د بې ځایه شویو د بېرته ستنېدو اعلان شوی پلان ناسنجول شوی وباله او ویې ویل چې ډېرې کورنۍ به د ژمي له سختو شرایطو سره مخ شي. نوموړي غوښتنه وکړه چې د ستنېدو بهیر دې په سپتمبر کې پېل شي، څو بې ځایه شوې کورنۍ د ژمي له سختېدو مخکې خپلو سیمو ته ورسېږي.

د بې ځایه شویو د کمېټۍ ویاند صحبت خان وویل، چې د تیراه د ډېرو کورنیو کورونه د هاوان مرمیو او روانو موسمي بارانونو له امله زیانمن شوي دي. هغه وویل، چې د کورونو ویجاړتیا د بې ځایه شویو مالي ستونزې لا زیاتې کړې دي، ځکه دوي به د کورونو د ترمیم او د کرنیزو ځمکو د بیا ابادولو لپاره اضافي مرستو ته اړتیا ولري.
صحبت خان دعوه وکړه چې په باړه کې د بې ځایه شویو لپاره روغتیايي خدمتونه او د درملنې مناسب مرکزونه کم دي، له همدې امله ډېرې ښځې، ماشومان او سپین ږیري له بېلابېلو ناروغیو سره مخ دي او ځینې کسان د درملنې د نشتوالي له امله مړه شوي دي.
نوموړي همداراز دعوه وکړه چې د تیراه طبیعي ځنګلونه د لرګیو د یوې منظمې مافیا له خوا وهل شوي او ارزښتناکې ځمکې د تش په نوم پرمختیايي پروژو لپاره نیول شوې دي. د هغه په وینا، له اصلي مالکانو سره مشوره نه ده شوې او د ځمکو د مناسبې معاوضې لپاره هم د هغوي نومونه نه دي ثبت شوي.
صحبت خان د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمد سهیل افریدي، د قامي او صوبايي اسمبلۍ غړي، د سیاسي ګوندونو استازي، سوداګریزې او فلاحي ادارې او مدني فعالان د تیراه د بې ځایه شویو د حقونو په دفاع کې د اغېزمن دریځ نه نیولو له امله ملامت کړل.


ابراهیم شینواری