تیراه : د خیبر ضلعې د تیراه بې‌ ځایه شویو د غورځنګ، باړه سیاسي اتحاد او د تیرا د بېلابېلو قامونو ۳۶ کسیزې نوې ټاکل شوې جرګې له صوبايي حکومت څخه غوښتي دي چې خپلو سیمو ته د بې‌ ځایه شویو کورنیو د ستنېدو نېټه او عملي پلان زر اعلان کړي.

 

د تیراه بې‌ ځایه شویو د غورځنګ ویاند صحبت اپریدي ،د سپتمبر په ۱۰مه، ویلي دي، چې د ۳۶ کسیزې جرګې غړو، د باړه سیاسي اتحاد او د غورځنګ مشرانو تیراه ته سفر کړی او هلته یې د امنیتي حالاتو ترڅنګ د خلکو د کورونو، حجرو، بازارونو، سړکونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او نورو عامه اسانتیاوو وضعیت کتلی دی.

 

د هغه په وینا، پلاوي په بېلابېلو سیمو کې کورونو، دوکانونو، بازارونو، دولتي ودانیو او نورو شخصي او عامه شتمنیو ته د اوښتو زیانونو جاج هم اخیستی دی.

 

 

صحبت اپریدي ویلي دي، چې د جرګې غړو د سیمې له امنیتي چارواکو سره هم لیدلي دي. د نوموړي په وینا، امنیتي چارواکو ورته ویلي دي چې هغه سیمې چې خلک ترې بې‌ ځایه شوي وو، له امنیتي او پوځي عملیاتو وروسته د خلکو د ستنېدو لپاره تیارې دي.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه د امنیتي چارواکو د دې خبرې پخلی نه دی کړی.

 

د تیرا مشرانو ویلي دي، چې که امنیتي ادارې سیمې د خلکو د ستنېدو لپاره خوندي بولي، نو اوس د خیبر پښتونخوا د حکومت او ملکي انتظامیې مسوولیت دی چې د بې‌ ځایه شویو د ستنېدو په اړه روښانه او عملي پرېکړه وکړي.

 

مشرانو غوښتنه کړې ده چې حکومت دې د ستنېدو کره نېټه، رسمي اعلان، د تګ لارې او نورې اړینې اسانتیاوې روښانه کړي، څو بې‌ ځایه شوې کورنۍ نورې په انتظار او ناڅرګند حالت کې پاتې نه شي.

 

هغوي د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیر، چیف سیکرټري، د خیبر ضلعې له ډپټي کمشنر او نورو اړوندو ادارو غوښتي دي چې د تیراه د امنیتي وضعیت او د خلکو د ستنېدو په اړه خپل دریځ په ښکاره اعلان کړي.

 

مشرانو دغه راز ویلي دي، چې د خلکو له ستنېدو سره باید د ویجاړو شویو کورونو، سړکونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او د څښاک د اوبو د نظام د بیا رغونې چارې هم پېل شي.

 

دوي غوښتنه کړې ده چې د ویجاړو شویو کورونو او نورو شخصي شتمنیو، پرې شویو ونو او ځمکو د زیانونو ترڅنګ د وژل شویو او زخمیانو کورنیو ته هم د سیمې له مشرانو سره په مشوره مناسبې مالي مرستې ورکړل شي.

 

د تیرا مشرانو ویلي دي، چې خلک غواړي خپلو پلرنیو سیمو ته ستانه شي او هلته په امن او ډاډه چاپېریال کې عادي ژوند بیا پېل کړي. د تیراه بې‌ ځایه شویو د غورځنګ او قامي مشرانو ټینګار کړی دی چې خلک نور مبهمو ژمنو او اوږده انتظار ته تیار نه دي او صوبايي حکومت دې د ستنېدو رسمي اعلان، کره نېټه او عملي پلان زر وړاندې کړي.