تیراه : د خیبر ضلعې په تیرا کې د اغېزمنو خلکو استازي وايي، چې امنیتي چارواکو ورته ډاډ ورکړی دی چې ،هغه سیمې چې خلک ترې بې‌ ځایه شوي وو، له وسله‌ والو طالبانو پاکې شوې او د کورنیو د بېرته ستنېدو لپاره خوندي دي.

 

د «تحریک متاثرین تیراه» ۳۶ کسیزې کمیټۍ د سپتمبر پر ۱۰مه تیراه ته له سفر وروسته په باړه کې خبریالانو ته ویلي وو چې د سفر پر مهال امنیتي چارواکو ورته وویل، هغه سیمې چې د تېر کال په دسمبر کې ترې خلک ایستل شوي وو، اوس خوندي دي او امنیتي ځواکونو یې د عملیاتو له پلوه تصفیه بشپړه کړې ده.

 

د کمیټۍ ویاند صحبت افریدي ویلي دي، چې امنیتي چارواکو دوي ته دا هم ویلي دي چې د تیراه د سیمو د تصفیې او امنیت په اړه اړین معلومات له صوبايي حکومت او نورو اړوندو ادارو سره شریک شوي دي.

 

هغه له خیبر پښتونخوا حکومت څخه غوښتي دي چې اوس د بې‌ ځایه شویو کورنیو بېرته ستنېدل نور و نه ځنډوي او د خلکو د ستنېدو بهیر زر پېل کړي.

 

خیبر : د تیرا مشرانو د بې‌ ځایه شویو کورنیو د زر ستنېدو غوښتنه کړې
خیبر : د تیرا مشرانو د بې‌ ځایه شویو کورنیو د زر ستنېدو غوښتنه کړې
خیبر : تیراه کې بې‌ ځایه شوې کورنۍ د مرستو او بېرته ستنېدو پر حکومتي پلان بې‌ باوره دي
خیبر : تیراه کې بې‌ ځایه شوې کورنۍ د مرستو او بېرته ستنېدو پر حکومتي پلان بې‌ باوره دي

 

کمیټي وايي، چې که امنیتي چارواکي سیمه د خلکو د بېرته تګ لپاره خوندي بولي، نو صوبايي حکومت باید د کورنیو د ستنېدو لپاره عملي ګامونه واخلي او د بیا مېشتېدو چارې بشپړې کړي.

 

تر دې مخکې چارواکو د جولایۍ په میاشت کې د تیراه د قامونو له ۲۴ کسیزې جرګې سره په غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د اکتوبر له ۱۰مې به د څه باندې ۳۰ زرو بې‌ ځایه شویو کورنیو پړاویز بېرته ستنېدل پېل شي. چارواکو هغه مهال ویلي وو چې د کورنیو تر ستنېدو مخکې به د سیمې امنیتي حالت ښه او اړینې چارې بشپړې شي.

 

د خیبر پښتونخوا حکومت د جون په وروستیو کې د تیراه د بې‌ ځایه شویو خلکو لپاره له پنځه اربه روپیو ډېرې اضافي پیسې هم منظورې کړې وې. د صوبايي حکومت د معلوماتو له مخې، په دې کې د ۶۹۰۰ نورو تصدیق شویو بې‌ ځایه شویو کورنیو لپاره مالي مرسته او د خوراک میاشتنی لګښت هم شامل و.

 

له تیراه څخه زرګونه کورنۍ د خراب امنیتي حالت او جګړو له امله وتلې وې او له څو میاشتو راهیسې د خپلو سیمو د خوندي کېدو او بېرته ستنېدو په تمه دي. تازه پرمختګ دا دی چې د اغېزمنو خلکو ۳۶ کسیز کمیټه وايي، چې د تیراه له سفر وروسته امنیتي چارواکو ورته په څرګنده ویلي دي چې هغه سیمې چې خلک ترې بې‌ ځایه شوي وو، تصفیه شوې او د کورنیو د بېرته ستنېدو لپاره خوندي دي.

 

خو تر اوسه صوبايي حکومت د بېرته ستنېدو په مخکې ټاکل شوې نېټه، د اکتوبر ۱۰مه، کې د کوم بدلون رسمي اعلان نه دی کړی.