پېښور : پېښور کې د سرحد چیمبر اف کامرس سوداګرو ،د سپتمبر په ۱۷مه، چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د اوږدې مودې تړل کېدو له امله یې کاروبارونه له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
د سوداګرو په وینا، د تورخم لارې شاوخوا لس میاشتې تړل کېدو نه یوازې د خیبر پښتونخوا سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي، بلکې د هېواد د نورو برخو سوداګر هم ترې اغېزمن شوي دي.
دوي وايي، د تورخم لارې له بندېدو سره زرګونه سوداګر، ټرانسپورټران، بار وړونکي او له دې لارې له سوداګرۍ سره تړلي نور کاروبارونه له ستونزو سره مخ شوي دي.
سوداګر زیاتوي چې په سرحدي سیمو کې د مالونو درېدل، د سوداګرۍ ځنډ او د ټرانسپورټ اضافي لګښتونه د دوی د مالي زیانونو مهم لاملونه دي.
د سرحد چیمبر اف کامرس پخوانی صدر فضل مقیم خان او پخوانی غړی جلیل جان وايي، له افغانستان سره سوداګریزې لارې د دواړو هېوادونو لپاره د سوداګرۍ مهمې لارې دي او د دغو لارو اوږدمهاله تړل کېدو د مالونو پر لېږد اغېز کړی دی.
سوداګر غوښتنه کوي چې له افغانستان سره دې سوداګریزې لارې ژر تر ژره پرانیستل شي، څو د سوداګرۍ بهیر بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
دوی وايي، د سوداګریزو لارو پرانیستل به د خیبر پښتونخوا ترڅنګ د هېواد د نورو برخو د سوداګرو لپاره هم د کاروبار د بیا فعالېدو زمینه برابره کړي.
د سرحد چیمبر اف کامرس ټاکنې په داسې مهال شوې چې سوداګر د افغانستان سره د سوداګرۍ د پراخېدو او د تجارتي لارو د پرانیستې غوښتنه کوي. دوي اوس تمه لري چې د چیمبر نوې مشرتابه به د سوداګرو د ستونزو د هواري لپاره له اړوندو ادارو سره جدي هڅې وکړي.


بي ارشد