اسلام اباد : د ترکیې د استخباراتو مشر ،ابراهیم کالین، په افغانستان کې له لوړپوړو چارواکو سره تر لیدنو وروسته اسلام اباد ته تللی او هلته یې د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف، د پوځ له مشر فیلډ مارشل عاصم منیر او د استخباراتو له مشر عاصم ملک سره خبرې کړې دي.
د ترکیې انادولو خبري اژانس د امنیتي سرچینو له قوله وايي، چې د سپتمبر پر ۱۷مه په دغو لیدنو کې د ترکیې او پاکستان اړیکې، امنیتي او استخباراتي همکاري او د سیمې روان حالات څېړل شوي دي. د راپور له مخې، دواړو خواوو د امریکا او اسراییل له ایران سره د جګړې او پر سیمه یې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي اغېزو په اړه هم خبرې کړې دي.
ترکي سرچینې وايي، چې انقرې په دغو خبرو کې ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان تاوتریخوالي د خبرو له لارې د کمولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. ترکیې د وسله والو پر ضد د پاکستان د اقداماتو د ملاتړ خبره هم کړې ده.
کالین تر اسلام اباد مخکې افغانستان ته تللی و. هلته یې د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق، د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي وو.
د ترکي سرچینو په وینا، په افغانستان کې د کالین د خبرو مهمې برخې امنیتي او استخباراتي همکاري، د وسله والو ډلو پر ضد اقدامات، د انسانانو قاچاق او د نشي موادو مخنیوی وو.
د کالین پرله پسې افغانستان او پاکستان سفرونه په داسې وخت کې شوي چې د کابل او اسلام اباد اړیکې له امنیتي ستونزو سره مخ دي. ترکیې ویلي چې غواړي د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو لارې پرانیستې وساتي.


شال نیوز