واشنګټن : د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس تایید کړې چې واشنګټن د یمن له حوثیانو سره مستقیم تماس او خبرې لري. دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې د سعودي عرب او حوثیانو ترمنځ جګړه تېزه شوې ده او په سره سمندرګي او باب‌ المندب کې حالات نور هم ترینګلي شوي دي.

 

رویټرز ،د سپتمبر په ۱۷مه، د پنځو سرچینو له قوله وايي، چې امریکايي چارواکو د تېرې اوونۍ په پای کې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د حوثیانو له استازو سره پټه غونډه کړې وه. د سرچینو په وینا، غونډه د امریکا په سفارت کې شوې او عمان یې په برابرولو کې مرسته کړې وه.

 

د راپور له مخې، حوثي استازو امریکايي چارواکو ته ویلي چې د امریکا پر بېړیو د برید اراده نه لري او له واشنګټن سره د ۲۰۲۵م کال اوربند ته ژمن دي. دوو سرچینو ویلي دي، چې حوثیانو دا هم ویلي چې د اسراییلو او نورو سوداګریزو بېړیو د ویشتلو اراده نه لري، خو د سعودي عرب اړوند بېړۍ یې له دې ژمنې بهر بللې دي.

 

امریکا د سعودي ځواکونو د مرستې لپاره ځانګړې کاري ډله جوړه کړې
امریکا د سعودي ځواکونو د مرستې لپاره ځانګړې کاري ډله جوړه کړې

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مسقط د غونډې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو ویلي یې دي چې په سره سمندرګي کې د بېړیو د تګ راتګ ازادي او امنیت د امریکا له مهمو ګټو څخه دي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تر دې مخکې ویلي وو چې حوثیانو د هغه له حکومت سره تماس نیولی او له امریکا یې غوښتي چې د یمن په روانه جګړه کې ورګډه نه شي.

 

دا تماسونه په داسې وخت کې کېږي چې حوثیانو د یمن د سره سمندرګي پر ساحل خپلې سیمې پراخې کړې او د موخا بندر او د باب‌ المندب په تنګي کې یې د بریم ټاپو په ګډون مهمې سیمې نیولې دي.