خضدار : د بلوچستان د خضدار ضلعې په اړینجي سیمه کې ،د سپتمبر په ۱۶مه، وسله والو د ،میر شفیق الرحمان مېنګل، پر کېمپ برید کړی چې د لومړنیو معلوماتو له مخې پکې پنځه کسان وژل شوي دي.
ځايي سرچینې وايي، په وژل شویو کې د شفیق مېنګل څلور کسان شامل دي، خو د پنځم وژل شوي کس هویت لا نه دی روښانه شوی.
تر اوسه حکومتي چارواکو یا پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی او شال نیوز هم د پنځو کسانو د وژل کېدو شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید کړی.
دا هم لا نه ده څرګنده چې شفیق مېنګل د برید پر مهال په کېمپ کې موجود و که نه. د برید ذمه واري هم تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې.
د شفیق مېنګل او د هغه اړوند مرکزونه په وروستیو میاشتو کې څو ځله د وسله والو تر بریدونو لاندې راغلي دي. د اګست په ۲۸مه هم په خضدار کې د هغه پر یو مرکز د برید راپور ورکړل شوی و.


شال نیوز