اسلام‌ اباد : د پاکستان د حکومت پلټونکې کمېټۍ ،د سپتمبر په ۱۵مه، ویلي دي، چې د اسلام‌ اباد په پمز روغتون کې د ۱۴ نویو زېږېدلو ماشومانو د مرګ سبب شوې اورلګېدنې تر پېښې مخکې د اور د خوندیتوب د جدي نیمګړتیاوو په اړه روغتون ته څو ځله خبرداری ورکړل شوی و، خو انتظامیې لازم ګامونه نه وو اخیستي.

 

د اګست پر ۲۶مه د پمز د مور او ماشوم روغتون په نرسرۍ کې اور ولګېد. په هغه وخت کې په نرسرۍ کې ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان وو، حال دا چې د دې برخې د لسو ماشومانو ګنجایش و. په پېښه کې ۱۴ ماشومان مړه شول او یوازې یو ماشوم ژوندی وژغورل شو.

 

د وزیراعظم شهباز شریف په امر جوړې شوې پلټونکې کمېټۍ په خپل بشپړ راپور کې ویلي، تر ټولو قوي شواهد ښيي چې اور د اېرکنډېشن د برېښنا له کېبله پېل شوی و. کمېټۍ د قصدي اور لګولو، د اور تر پېل مخکې د اکسیجن د لیک کېدو او یا د ماشومانو د انکیوبېټرونو له امله د اور د لګېدو شواهد نه دي موندلي.

 

خو راپور وايي، چې د برېښنا خرابي یوازې د اور د پېل سبب و؛ د پېښې په دومره لوي ناورین بدلېدو تر شا د روغتون د خوندیتوب د انتظام پراخې نیمګړتیاوې وې.

 

پلټونکو موندلې چې په نرسرۍ کې د لوګي د معلومولو او د اور د خبرتیا فعال نظام نه و، د اوبو شیندلو اتومات نظام نه و، د نویو زېږېدلو ماشومانو د بیړني ایستلو لپاره ازمویل شوی انتظام نه و او نرسري هم له خپل ټاکلي ګنجایش څخه زیاته ډکه وه.

 

راپور وايي، چې پي اېم اېس ته د دې پېښې تر مخه هم د اور د خوندیتوب په اړه خبرداری ورکړل شوی و. د جولایۍ پر شپږمه د روغتون د نرسانو په هاسټل کې له بل اور وروسته شوې پلټنې د لوګي د معلومولو، د اور د الارم، د برېښنا د معاینې، د خلکو د بیړني ایستلو او د اور وژنې په انتظام کې نیمګړتیاوې په ګوته کړې وې.

 

تر دې هم وړاندې د اسلام‌ اباد سي ډي اې او وفاقي محتسب د روغتون د اور د خوندیتوب په انتظام اندېښنې څرګندې کړې وې. روغتون په ۲۰۲۵م کال کې هم منلې وه چې د اور د خوندیتوب وسایل او انتظام یې زاړه شوي دي.

 

پلټونکې کمېټۍ ویلي دي، چې دغه خبرداري په داسې بشپړ او ټاکلي پروګرام بدل نه شول چې نیمګړتیاوې پکې په عملي ډول ختمې او بیا په خپلواکه توګه وکتل شي.

 

د پېښې د سهار سي سي ټي وي ویډیو ښيي چې اور شاوخوا شپږ بجې او ۳۸ دقیقې ښکاره شو او په نږدې یوه دقیقه کې لوګي کمره پټه کړه. خو د اسلام‌ اباد بیړنیو ادارو ته د اور رسمي اطلاع شاوخوا شپږ بجې او ۵۴ دقیقې ورکړل شوه. د اور وژنې عمله شاوخوا اووه بجې او یوه دقیقه روغتون ته ورسېده.

 

کمېټۍ ویلي دي، چې اصلي پوښتنه دا نه ده چې د اور وژنې عمله له اطلاع وروسته څومره زر ورسېده، بلکې دا ده چې د اور له معلومېدو وروسته بهرنیو بیړنیو ادارو ته په اطلاع ورکولو کې ولې دومره وخت ولګېد.

 

اسلام‌ اباد : د پمز روغتون د نرسرۍ وارډ کې اور؛ ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي
اسلام‌ اباد : د پمز روغتون د نرسرۍ وارډ کې اور؛ ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي
د پمز د ۱۴ ماشومانو له کورنیو سره د پلټنو لوبه؛ لکه چې ولس ته د پاکستان د سرکاري روغتونونو حال نه وي معلوم
د پمز د ۱۴ ماشومانو له کورنیو سره د پلټنو لوبه؛ لکه چې ولس ته د پاکستان د سرکاري روغتونونو حال نه وي معلوم
پاکستان : د پمز د وژل شوو ماشومانو کورنیو ته د ۵۰ ـ ۵۰ لکو روپیو چکونه ورکړل شول
پاکستان : د پمز د وژل شوو ماشومانو کورنیو ته د ۵۰ ـ ۵۰ لکو روپیو چکونه ورکړل شول

 

راپور هغه تورونه هم نه دي تایید کړي چې ګنې ډاکټرانو، نرسانو او امنیتي کارکوونکو ماشومان پرېښي او تښتېدلي وو. د سي سي ټي وي ویډیو ښيي چې د روغتون ځینو کارکوونکو د اور له ښکاره کېدو سره سم د ماشومانو د ژغورلو هڅې پېل کړې.

 

نرسې راضیه نورین اور اخیستې نرسرۍ ته ننوتله، یو ماشوم یې راوویست او بیا یې دننه د تلو هڅه وکړه، خو سخت لوګي او اور یې مخه ونیوله. همدغه ماشوم د پېښې یوازینی ژوندی پاتې شوی ماشوم و. کمېټۍ ویلي، هغه کارکوونکي چې د ژغورنې هڅې یې د شواهدو له مخې ثابتې دي، یوازې د دې لپاره نه شي ملامتېدی چې د پېښې پایله ډېره درنه وه.

 

پلټونکو دا پوښتنه هم راپورته کړې چې د مور او ماشوم زوړ روغتون ولې لا هم کارول کېده، په داسې حال کې چې د جاپان په مالي مرسته نوې ودانۍ په تدریجي ډول فعالېدله. د راپور له مخې، د زړې نرسرۍ د دوام لپاره د خطرونو بشپړه ارزونه او د انتقال روښانه پلان نه و موجود.

 

کمېټۍ په پایله کې ویلي دي چې د پمز روغتون او د هغه لوړپوړي انتظام د هغو خطرونو او پخوانیو خبرداریو د نه عملي کولو اساسي اداري ذمه واري لري چې د اور تر پېښې مخکې ورته معلوم وو.