که په ۲۰۱۲م کې ماشومان په روغتون کې په اور مري، په ۲۰۲۰م کې یو نوی زېږېدلی ماشوم په انکیوبېټر کې سوځي، په ۲۰۲۴م کې په ساهیوال کې ۱۱ ماشومان مري، په هماغه کال د کراچۍ په یو روغتون کې د اور وژنې مناسب بندوبست نه وي، او په ۲۰۲۶م کې بیا د هېواد په پلازمېنه اسلام‌ اباد کې ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان د روغتون په نرسري کې ژوند له لاسه ورکوي، نو ولې د هرې پېښې وروسته بیا هم خبرې پر همدې راڅرخي چې «تخنیکي خرابي څه وه؟»

 

اصلي پوښتنه دا ده چې د تېرو پلټنیزو کمیټو سپارښتنې چرته دي او ولې عملي نه شوې؟

 

د پمز له پېښې وروسته بیا هماغه پخوانی دود تکرارېږي: یو وزیر یو علت یادوي، پارلماني کمېټه بل احتمال وړاندې کوي، د پلټنې اعلان کېږي، چارواکي د پېښې ځای ته ورځي او ولس ته د بې‌ طرفه او بشپړې پلټنې ډاډ ورکول کېږي.

 

خو د ۱۴ ماشومانو کورنۍ یوازې د ډاډ په خبرو نه ارامېږي. هغوي ځواب غواړي.

 

د قامي اسمبلۍ د روغتیا قایمې کمېټۍ حق لري چې د حکومت او د روغتون له انتظامیې حساب وغواړي، اسناد وغواړي او مسئول کسان وپوښتي. خو که د کمېټۍ غړي د اورلګېدنې، د بجلۍ نظام، اکسیجن پایپونو او د روغتونونو د خوندیتوب تخنیکي ماهران نه وي، نو د اور د سرچینې په اړه د هغوي اټکلونه د مسلکي پلټنې ځای نه شي نیولی.

 

دا باید مسلکي تخنیکي کسان معلومه کړي چې اور له اېیرکنډېشنه پېل شوی و، د بجلۍ له تارونو، د اکسیجن له پایپونو او که له بلې سرچینې. د پارلمان دنده بله ده: وپوښتي چې د روغتون د خوندیتوب وروستۍ کتنه کله شوې وه؟ چا یې تصدیق کړی و؟ د اور وژنې وسایل سم کار کاوه که نه؟ د نرسري د بجلۍ نظام وروستی ځل کله کتل شوی و؟ د اکسیجن پایپونه کله معاینه شوي وو؟ او که نیمګړتیاوې مخکې معلومې وې، ولې پر وخت نه وې سمې شوې؟

 

لکه چې موږ ته د پاکستان د سرکاري روغتونونو حال نه وي معلوم.

 

ایا د ملتان د نشتر روغتون هغه صحنې مو هېرې کړې دي چې د انسانانو مړي د روغتون پر چت پراته وو؟ هغه وخت هم شور جوړ شو، پلټنه وشوه، ځینې کسان مسئول وبلل شول او د سمون خبرې وشوې. خو نن څوک پوښتنه کوي چې له هغې پېښې وروسته په روغتونونو کې څه بدل شول او د پلټنې له سپارښتنو څو عملي شوې؟

 

ایا ساهیوال مو هېر دی، چې د ماشومانو په وارډ کې د اور له پېښې وروسته بیا د بجلۍ نظام، اور وژنې او د ناروغانو د خوندیتوب په اړه پوښتنې راپورته شوې؟ ایا کراچۍ مو هېره ده، چې په یو روغتون کې د اورلګېدنې له پلټنې وروسته وویل شول، په هغه روغتون کې د اور وژنې مناسب بندوبست نه و؟

 

اسلام‌ اباد : د پمز روغتون د نرسرۍ وارډ کې اور؛ ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي
اسلام‌ اباد : د پمز روغتون د نرسرۍ وارډ کې اور؛ ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي
پمز اورلګېدنه: پلټونکي نن د پېښې ځای ګوري؛ د اور د علت په اړه بېلابېل ابتدایي معلومات
پمز اورلګېدنه: پلټونکي نن د پېښې ځای ګوري؛ د اور د علت په اړه بېلابېل ابتدایي معلومات
پاکستان : د پمز د وژل شوو ماشومانو کورنیو ته د ۵۰ ـ ۵۰ لکو روپیو چکونه ورکړل شول
پاکستان : د پمز د وژل شوو ماشومانو کورنیو ته د ۵۰ ـ ۵۰ لکو روپیو چکونه ورکړل شول

 

که هره پېښه یوازې «تخنیکي خرابي» وي، نو دا خرابۍ ولې بیا بیا په هغو ادارو کې رامنځته کېږي چې د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره جوړې شوې دي؟

 

تخنیکي خرابي په خپله نه پیدا کېږي. تر شا یې ساتنه، څارنه، بودجه، مسئولیت او د ادارې د کار څرنګوالی وي. که تارونه زاړه وي، چا پرې پام نه دی کړی؟ که اېیرکنډېشن خراب وي، چا یې د ترمیم دنده نه ده ترسره کړې؟ که د اکسیجن نظام خطرناک وي، چا یې د خوندیتوب تصدیق کړی و؟ او که د اور وژنې سامان کار نه کوي، نو روغتون چا د ناروغانو لپاره خوندي بللی و؟

 

د پمز د پېښې اصلي پلټنه باید له همدې پوښتنو پېل شي.

 

د ۱۴ نویو زېږېدلو ماشومانو کورنیو ته یوازې دا ویل چې «علت به تخنیکي پلټنه معلوم کړي» بسنه نه کوي. هغوي حق لري پوه شي چې له پېښې مخکې کومې نیمګړتیاوې موجودې وې، چا پرې سترګې پټې کړې وې او د غفلت مسئول څوک دی.

 

پاکستان ته ښيي د یوې بلې کمېټۍ تر جوړولو وړاندې د پخوانیو کمیټو د راپورونو حساب پکار وي. ځکه که هر ځل ماشومان مري، کمیټه جوړېږي، راپور لیکل کېږي، څو کسان بدلېږي او بیا هر څه هېرېږي، نو دا پلټنه نه ده.

 

دا له غمجنو کورنیو سره د پلټنو لوبه ده.