اسلام‌ اباد : وفاقي حکومت د اسلام‌ اباد د پمز روغتون په اور کې د وژل شوو ۱۴ نویو زېږېدلو ماشومانو کورنیو ته د ۵۰ ـ ۵۰ لکو روپیو مالي مرستې چکونه سپارلي دي. د پارلماني چارو وفاقي وزیر ،طارق فضل چودري، د اګست په ۲۸مه، ماښام د وژل شوو ماشومانو مور او پلار ته دا چکونه ورکړل.

 

هغه وویل، چې دا مالي مرسته د کورنیو د نه جبرانېدونکي زیان بدیل نه شي کېدی، خو حکومت غواړي په دې سخت وخت کې له غمجنو کورنیو سره خپله خواخوږي او د غم شریکي څرګنده کړي. د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ لکه روپۍ منظورې شوې دي، چې په مجموعي ډول ۷ کروړه روپۍ کېږي.

 

اسلام‌ اباد : د پمز روغتون د نرسرۍ وارډ کې اور؛ ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي
اسلام‌ اباد : د پمز روغتون د نرسرۍ وارډ کې اور؛ ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي
پمز پېښه: ۱۴ هېوادونو او دوو نړیوالو ادارو د ۱۴ نویو زېږېدلو ماشومانو پر مړینه غمرازي کړې
پمز پېښه: ۱۴ هېوادونو او دوو نړیوالو ادارو د ۱۴ نویو زېږېدلو ماشومانو پر مړینه غمرازي کړې

 

په پمز روغتون کې د ماشومانو په څانګه کې د اور لګېدو له امله ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان وژل شوي وو. د پېښې وروسته د روغتون د خوندیتوب انتظاماتو او د اور د لګېدو د علت په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.