د اسلام‌اباد په پمز روغتون کي د ۱۴ نويو زېږېدلو ماشومانو د مړینې له پېښې یوه ورځ وروسته، د وزیراعظم شهباز شریف له خوا ټاکل شوې د پلټنو کمېټه د پنجشنبې په ورځ، د اګست پر ۲۷مه، د روغتون هغه نرسري ګوري چې اور پکي لګېدلی و.

 

اسوشیېټېډ پرېس وايي، د پېښې ځای ته تګ د رسمي پلټنو د تازه پړاو برخه ده. کمېټه به د روغتون له ډاکټرانو، نرسانو، نورو کارکوونکو، عیني شاهدانو او د وژل شوو ماشومانو له کورنیو معلومات اخلي.

 

اور د چهارشنبې، اګست ۲۶مې، سهار د پمز د مور او ماشوم روغتون د درېیم منزل په نرسري کي لګېدلی و. هلته ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان موجود وو، چارواکي وايي، د اور د ډېرې چټکې خپرېدو له امله یوازې یو ماشوم ژوندی ایستل شوی او ۱۴ نور مړه شوي دي. د ټولو ماشومانو مړي د شپې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

 

د پېښې په لومړیو ساعتونو کي ځینو روغتیايي او ضلعي چارواکو ویلي وو چې د اېیرکنډېشنر په آله کي چاودنې اور لګولی و. خو د پمز په ابتدایي راپور کي بیا ویل شوي چې په نرسري کي د یوې طبي آلې، نېبولایزر، له چاودنې یا سپارک وروسته اور بل شو او د ماشومانو د انکیوبېټرونو ترڅنګ د اکسیجن د زیات استعمال له امله په څو شېبو کي خپور شو.

 

همدا تضاد اوس د رسمي پلټنو یوه مهمه برخه ده. د وزیراعظم له خوا ټاکل شوې کمېټې تر اوسه د اور د اصلي علت په اړه خپله وروستۍ نتیجه نه ده اعلان کړې.

د پمز د ابتدایي معلوماتو له مخې، د اور پر مهال دوه ډاکټران او دوه نرسان په نرسري کي موجود وو. چارواکي وايي، کارکوونکو د ماشومانو د ایستلو هڅه وکړه، خو شاوخوا یوه دقیقه وروسته یوه زوروره چاودنه وشوه او د ودانۍ د چت یوه برخه راولوېده. له نرسري څخه یو ماشوم، له څنګ خونې څخه څلور نور ماشومان او درې میندې ژغورل شوي وو. په همدې منزل کي له ګاینۍ وارډ څخه ۷۳ نور مریضان هم ایستل شوي دي.

 

د اسلام‌اباد ضلعي انتظامیې هم د اته کسیزې فېکټ فاینډنګ کمېټې اعلان کړی، چې د اور د اصلي علت، د اور وژنې د سامان د حالت، د بېړني غبرګون او د ژغورنې د کارروایۍ ارزونه کوي. دې کمېټې ته په ۲۴ ساعتونو کي د راپور ورکولو امر شوی دی.

 

له دې علاوه وزیراعظم شهباز شریف یوه بله لوړه کچه کمېټه ټاکلې چې مشري یې پخوانی وفاقي سېکرټري شاهد خان کوي. دې کمېټې ته ویل شوي چې په ۴۸ ساعتونو کي ابتدایي سپارښتنې او په پنځو ورځو کي بشپړ راپور وزیراعظم ته وړاندې کړي. پلټنه به دا هم ګوري چې د اور پر مهال د نويو زېږېدلو ماشومانو د خوندي ایستلو لپاره ټاکل شوي اصول عملي شوي وو که نه او د پمز د اور وژنې نظام تر کومه حده فعال و.

وزیراعظم د پېښې وروسته وفاقي د روغتیا سېکرټري اسلم غوري معطل او له دندې لرې کړی دی.

 

د پېښې وروسته په پنجاب کي هم حکومت روغتونونو ته امر کړی چې د اور وژنې سامان او د بېړنیو حالاتو انتظامات سمدستي بیا وکتل شي. یونیسف هم د روغتونونو د اور ضد حفاظتي نظام د ژر بیاکتنې او پیاوړي کولو غوښتنه کړې ده.