دا د مې مياشتې يوه توده او درنه ورځ وه، هغه شان ورځ چې لمر يوازې تودوخه نه بلکې د ژوند سختۍ هم زياتولې.
د پېښور يو خبريال چې لا يې د تېرې مياشتې تنخواه نه وه اخیستې، د نوې مياشت د پېل کیدو سره سم يې جيب خالي شوی و، د کور مخې ته ودرېدو لږ شېبه يې فکر وکړو بيا يې د کوڅې د يو دوکاندار نه دوه سوه روپۍ قرض واخیستې.
مقصد يې ساده و، پېښور پرېس کلب ته رسېدل، ځکه نن د مې دريمه نېټه وه، د صحافت د ازادۍ نړيواله ورځ.
هغه چې کله پرېس کلب ته ننوتو نو هلته يې يو بل منظر وليدو. څو خبريالان له وړاندې نه راغلي وو پر مټو يې تورې پټې تړلې وې لکه د خاموش احتجاج ژبه. ځيني نورو په سپينو کاغذونو باندې د خپلو حقونو لپاره شعارونه ليکلي وو.
هغه ورو ورنږدې شو په نيمه ټوقه اونيم درد کې يې وويل، يوه نعره دا هم وليکئ، د مزدور حق دې د خولې د وچېدو نه مخکې ورکړل شي. د خندا يو کمزورى شان شور پورته شو خو د هر چا په سترګو کې يو شان درد و.
دا خبريال يوازې نه و. د هغه پر اوږو د کورنۍ دروند بار و، د ماشومانو خوراک، جامې، درمل او د ژوند نور اړتياوې. هغه هره مياشت د تنخواه په تمه وو، خو د ګرانۍ په دې بازار کې هغه تنخواه تر دېرشو ورځو نه رسېده. قرض اخستل اوس عادت نه بلکې مجبوري ګرځېدلې وه.
په هم دې سوچونو کې ډوب و چې يو بل خبريال ورته راغی. د خبرو په منځ کې يې خپله کيسه واوروله، چې له خپلې نوکرۍ ویستل شوی دی. بې له کوم واضح دليل، بې له کوم ضمانت. دا يوه داسې شېبه وه چې الفاظ پکې کمزوري ښکاره کېدل ځکه په دې ګرانۍ کې بېکاري يوازې د يو کس نه بلکې د يوې کورنۍ د ژوند مزل ودروي.
وخت د ماسپښېن درې بجو ته ورسېدو، مشران او خبريالان د بينرونو سره د پرېس کلب نه ووتل. لاريون پېل شو. شعارونه پورته شول، د صحافيانو معاشي قتل عام دې ودرول شي، د رایي پر ازادۍ دې بنديز نه لګول کېږي، دا غږونه د ښار په فضا کې خپرېدل خو پوښتنه دا وه چې څوک يې اوري؟
نږدې يو ساعت لاريون روان و. ویناګانې وشوې، د ستونزو يادونه وشوه او څو ټلويزيوني کيمرو د مشرانو انټرويوګانې ریکارډ کړې. بيا ورو ورو هر څه پای ته ورسېدل. خلک خپاره شول، بينرونه ښکته شول او شور خاموش شو خو کيسه دلته نه ختمېږي.
هغه خبريال چې په قرض پيسو راغلی و اوس بېرته د خپل کور پر لور روان دی. هغه بل چې خپله نوکري يې له لاسه ورکړې، لا هم د سبا په اړه بې ځوابه پوښتنې لري. د صحافت د ازادۍ په دې ورځ به دوي د خپلو ماشومانو لپاره څه يوسي؟ او سبا، کله چې لمر بيا راوخېژي دوي به خپلو کورنيو ته څه ځواب ورکوي؟

سلمان یوسفزی