ایرلنډ : د امریکا ولسمشر ،ډونالډ ټرمپ، ویلي دي، چې امریکا ښاېي له ایران څخه زر ونه وځي او د ایران د تېلو ساحې په قبضه کې وساتي. ټرمپ د سپتمبر پر ۱۳مه په ایرلنډ کې خبریالانو ته وویل، چې امریکا به په پای کې له ایران څخه ووځي، خو ،د ده په وینا، دا احتمال هم شته چې امریکايي ځواکونه هلته پاتې شي او د ایران د تېلو پر مهمو ساحو کنټرول وساتي.
هغه د دې خبرې پر مهال د وینزویلا بېلګه یاده کړه او ویې ویل، چې امریکا هلته هم د تېلو په برخه کې داسې تګلاره خپله کړې چې د واشنګټن په ګټه تمامه شوې ده.
ټرمپ روښانه نه کړه چې که امریکا په ایران کې پاتې کېږي او د تېلو ساحې په قبضه کې ساتي، دا به په کوم قانوني، پوځي یا اقتصادي ډول عملي کېږي. نوموړي دا هم ونه ویل چې د ایران کومې تېل لرونکې سیمې یې په نظر کې دي.
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا وویل، چې دی تمه لري له ایران سره روانه جګړه د روان کال تر پایه ختمه شي. هغه دا احتمال هم یاد کړ چې جګړه ښيي د امریکا د نومبر له منځمهاله ټاکنو وروسته پای ته ورسېږي.
ټرمپ وویل، چې دی به یوازې هغه هوکړه ومني چې د امریکا لپاره مناسبه وي. نوموړي زیاته کړه چې ایران د خبرو غوښتنه کوي، خو د احتمالي هوکړې د شرطونو او د خبرو د څرنګوالي په اړه یې نور جزیات ور نه کړل. ایراني چارواکو تر دې مخکې د واشنګټن ځینې ورته څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې تهران د فشار له لارې خبرو ته نه حاضرېږي.
د ټرمپ تازه څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې د ایران جګړې د سیمې د انرژۍ پر بازار، د تېلو پر تولید او د سمندري لارو پر امنیت اغېز کړی دی. د هرمز تنګی، چې د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه دی،
د جګړې له پراخېدو سره یو ځل بیا د نړیوالو بازارونو د اندېښنې مرکز ګرځېدلی دی. د دې لارې هر ډول اوږدمهاله ګډوډي کولی شي د تېلو پر نړیوالو بیو او د انرژۍ پر رسد اغېز وکړي.
ایران د نړۍ د تېلو له سترو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی او د دغه هېواد ډېری مهمې تېل لرونکې سیمې په سوېل او سوېل لوېدیځ کې پرتې دي. د ایران د تېلو صادرات د دغه هېواد د عاید یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي.
له همدې امله د ټرمپ دا خبره چې امریکا ښيي د ایران د تېلو ساحې په قبضه کې وساتي، د جګړې له پوځي اړخ سره د انرژۍ او اقتصاد مسئله هم تړي. تر اوسه د امریکا حکومت په رسمي ډول نه دي ویلي چې د ایران د تېلو د ساحو د نیولو یا د اوږدې مودې لپاره د ساتلو کومه منظمه تګلاره تصویب شوې ده.
همداراز دا هم روښانه نه ده چې د امریکا کانګرس، نړیوال قانون او د سیمې نور هېوادونه به د داسې اقدام په اړه څه دریځ خپل کړي. ایران د ټرمپ د سپټمبر د ۱۳مې د دغو تازه څرګندونو په اړه سمدستي رسمي ځواب نه دی ورکړی.


شال نیوز