واشنګټن : د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي دي، چې غواړي د هرمز تنګي نوم بدل او «ټرمپ تنګی» یې ونوموي. ټرمپ د سپتمبر پر،۹مه، د ټکساس په ډالاس ښار کې د جمهوري غوښتونکو یوې غونډې ته وویل، چې امریکا د هرمز پر تنګي کنټرول لري او ،د ده په وینا، دغه مهمه سمندري لار باید «ټرمپ تنګی» وبلل شي.
هغه وویل، په دې اړه به اعلان هم وکړي.
ټرمپ تر دې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې هم په خپله ټولنیزه پاڼه د هرمز تنګي د نوم بدلولو وړاندیز کړی و. خو تر اوسه داسې رسمي فرمان یا نړیواله پرېکړه نه ده اعلان شوې چې له مخې یې د هرمز تنګي نوم په رسمي ډول بدل شوی وي.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی او د ایران او عمان ترمنځ پروت دی. په وروستیو میاشتو کې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له امله په دې سیمه کې د بېړیو تګ راتګ او د تېلو نړیوال تجارت سخت اغېزمن شوی دی.


شال نیوز