اسلام اباد : د پاکستان جماعت اسلامي وايي، چې د پټرولیم پر محصول او نورو مالیاتو د کمولو لپاره به د سپتمبر پر ۲۰مه اسلام اباد ته اوږد مارچ کوي او که حکومت یې غوښتنې و نه مني، احتجاجي لړۍ به نوره هم پراخه کړي.
د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم الرحمن ،د سپتمبر په ۱۱مه، د ګوجرانوالې یوې غونډې ته وویل، چې د هېواد له بېلابېلو برخو به د ګوند پلویان د کاروانونو په بڼه اسلام اباد ته ورځي. هغه وویل، چې د پټرولیم محصول د ختمولو په اړه له حکومتي ډلې سره خبرې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلې.
حافظ نعیم وویل، چې حکومت د پټرولو پر هر لیټر شاوخوا ۱۱۴ روپۍ او د ډیزلو پر هر لیټر شاوخوا ۱۰۰ روپۍ د مالیاتو او نورو محصولاتو په نوم اخلي. نوموړي دا بار د عامو خلکو لپاره دروند وباله او ویې ویل، چې حکومت باید د خپلو لګښتونو د کمولو له لارې خلکو ته اساني ورکړي.
جماعت اسلامي وايي، چې د پټرولیم محصول پرضد یې احتجاجونه د لاهور، پېښور، کراچۍ او نورو ښارونو په ګډون په ګڼو سیمو کې روان دي. د ګوند په وینا، دا احتجاجي لړۍ اوس خپل ۲۷مې ورځې ته رسېدلې او په راتلونکو ورځو کې به نوره هم پراخه شي.
حافظ نعیم خبرداری ورکړ چې که حکومت د پټرولیم محصول او د ژوند د لوړو لګښتونو په اړه د خلکو غوښتنې و نه مني، جماعت اسلامي به خپله احتجاجي مبارزه «فیصلې مرحلې» ته داخل کړي. هغه دا هم وویل چې که حکومت د خلکو د ستونزو د حل لپاره ګام وانخلي، ګوند یې د حکومت پرضد پراخ سیاسي تحریک پېلولی شي.
د جماعت اسلامي مشر د ګرانۍ، بېکارۍ، تعلیم او روغتیا د کمزورو اسانتیاوو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې عام خلک د مالیاتو دروند بار وړي، خو ،د ده په وینا، شتمنې او واکمنې طبقې له خپلو امتیازونو لاس نه اخلي.
حافظ نعیم د پنجاب حکومت هم د ښځو پرضد د تاوتریخوالي د پېښو په اړه وغانده او د حکومت له لوړپوړو چارواکو یې وغوښتل چې د خپلو عایداتو او لګښتونو بشپړ حساب خلکو ته وړاندې کړي.
جماعت اسلامي تر دې وړاندې د اګست پر ۱۶مه د صوبايي پلازمېنو په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د پټرولیم محصول پرضد احتجاجونه پېل کړي وو او د سپتمبر پر درېیمه یې د هېواد په کچه د هړتال غوښتنه هم کړې وه. اوس د سپتمبر ۲۰مې اسلام اباد مارچ د همدې احتجاجي لړۍ بل پړاو بلل کېږي.
حکومت تر اوسه د سپتمبر ۲۰مې مارچ د اعلان په اړه تازه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو د جماعت اسلامي او حکومتي ډلې ترمنځ د پټرولیم محصول پر سر خبرو کې حکومت ویلي وو چې د مالیاتي ژمنو او نړیوالو مالي تړونونو له امله د محصول سمدستي ختمول اسانه نه دي.


شال نیوز