پېښور : د جماعت اسلامي پاکستان د امير ،انجنير حافظ نعيم الرحمن، په غوښتنه، د هېواد د نورو صوبو په څېر ،د اګست په ۱۶مه، په خیبر پښتونخوا کې هم د پټروليم توکو د بيو د پرله پسې زياتوالي او پر پټرولو د لګول شويو لېوي ټېکسونو پر ضد د ګورنر هاوس پېښور مخې ته د نامعلومې مودې لپاره احتجاجي پرلت پېل شوی دی.
د پرلت له پيل مخکې د جماعت اسلامي خیبر پښتونخوا د مرکزي زون امير ،عبدالواسع، او د پرلت مسؤل او د جماعت اسلامي صوبايي مرستيال امير ،ميان صهيب الدين کاکاخېل، په خبري غونډه کې وويل، چې احتجاج به تر هغه روان وي چې حکومت د پټروليم توکو بيې راکمې او پر پټرولو لګول شوي درانه لېوي ټېکسونه ختم کړي.
د جماعت اسلامي مشرانو دعوه وکړه چې حکومت له خلکو څخه پر هر لېټر پټرولو تر ۱۲۰ روپيو زيات د بېلابېلو لېوي ټېکسونو په بڼه اخلي. د هغوي په خبره، د پټروليم توکو د بيو او ټېکسونو زياتوالی د عامو خلکو اقتصادي ستونزې نورې هم زياتوي.
هغوي وويل، چې د احتجاجي پرلت لپاره د لومړنيو ۱۵ ورځو مهالوېش جوړ شوی دی او په دې موده کې به د ښځو، وکيلانو، بزګرانو، سوداګرو او د ټولنې د نورو قشرونو لپاره ځانګړي پروګرامونه او غونډې هم کېږي.
د جماعت اسلامي مشرانو خبرداری ورکړ چې که حکومت د پرلت پر وړاندې خنډونه جوړ کړي يا د دوي غوښتنې ونه مني، نو دغه احتجاجي تحريک به د حکومت ضد په پراخ غورځنګ بدل شي.
جماعت اسلامي غوښتنه کوي چې د پټرولو بيه دې تر ۲۲۵ روپيو في لېټر پورې راکمه، د اوړو، برېښنا او ګاز بيې دې ټيټې او پر ولس لګول شوي اضافي مالي بارونه دې کم کړل شي.
د جماعت اسلامي د چارواکو په وينا، د پرلت په لومړۍ ورځ زرګونو کسانو ګډون کړی، په داسې حال کې چې د عوامي نېشنل ګوند يو پلاوی هم پرلت ته ورغلی او له احتجاج کوونکو سره يې د يووالي څرګندونه کړې ده.


بي ارشد