کابل : د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام لومړي مرستیال ،امرالله صالح، د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د افغانستان په اړه د امریکا پر تګلارې سختې نیوکې کړې او د امریکا او طالبانو ترمنځ یې د دوحې تړون د امریکا پر بهرنۍ تګلارې «د ننګ داغ» بللی دی.

 

صالح ،د سپتمبر پر ۱۱مه، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي، چې که امریکا هر څومره سرچینې ولګوي او هر راز توضیحات وړاندې کړي، د دوحې تړون د سولې په یو رښتیني تړون نه شي بدلولی.

 

 

 

هغه ویلي دي، چې امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره پراخ نړیوال ملاتړ ترلاسه کړ، خو وروسته یې خپلې ګټې له افغانستان سره پر کړو ژمنو غوره وبللې.

 

د صالح په وینا، واشنګټن د افغانستان له جمهوري نظام سره د ستراتیژیکو همکاریو او دوه اړخیز امنیت تړونونه لاسلیک کړي وو، خو په پای کې یې دغه ژمنې له پامه وغورځولې او له طالبانو سره یې داسې تړون وکړ چې د افغانستان حکومت پکې مستقیم اړخ نه و.

 

صالح د افغانستان لپاره د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستو په اړه هم ویلي دي، چې د دغو پیسو لویه برخه په افغانستان کې نه ده لګېدلې، بلکې د امریکايي او نورو بهرنیو شرکتونو او لویو قراردادیانو له لارې بېرته مرسته کوونکو هېوادونو ته ستنه شوې ده.

 

سپتمبر ۱۱مه، ۲۵ کاله وروسته؛ یادونه، پوښتنې، نوي امنیتي ګواښونه، له ۶۰ زرو زیات وژل شوي پښتانه، افغانستان او نیمګړې هیلې
سپتمبر ۱۱مه، ۲۵ کاله وروسته؛ یادونه، پوښتنې، نوي امنیتي ګواښونه، له ۶۰ زرو زیات وژل شوي پښتانه، افغانستان او نیمګړې هیلې
د امریکا د دفاع پخوانی وزیر: افغانستان بیا طالبانو ته پرېښودل یوه وحشتناکه تېروتنه وه
د امریکا د دفاع پخوانی وزیر: افغانستان بیا طالبانو ته پرېښودل یوه وحشتناکه تېروتنه وه
د امریکا پخوانی ولسمشر بوش: افغانان د ازادۍ او استبداد ترمنځ په توپیر پوهېږي
د امریکا پخوانی ولسمشر بوش: افغانان د ازادۍ او استبداد ترمنځ په توپیر پوهېږي

 

هغه ویلي دي چې د افغانستان په نوم له ورکړل شوي هر یو ډالر څخه شاوخوا ۸۰ سېنټه بېرته امریکا ته ستنېدل. امرالله صالح د دوحې تړون له طالبانو سره «پټه معامله» بللې او ویلي یې دي چې افغانانو په دغه بهیر کې اساسي رول نه درلود.

 

هغه دا هم ویلي دي چې د دوحې د تړون ځینې برخې لا هم له خلکو پټې ساتل شوې دي او د تړون بشپړ جزییات تر اوسه نه دي خپاره شوي.

 

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک شو. له دغه تړون وروسته امریکايي او نور بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه طالبان کابل ته ننوتل او جمهوري نظام ړنګ شو.