واشنګټن : د امریکا پخواني ولسمشر ،جورج ډبلیو بوش، ویلي دي، چې افغانان د ازادۍ او له سختو محدودیتونو سره د ژوند ترمنځ په توپیر پوهېږي او په افغانستان کې تېرو دوو لسیزو دا خبره په عمل کې ښودلې ده.

 

بوش د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې ځینو کسانو باور درلود چې د افغانستان خلک د ازادۍ غوښتونکي نه دي او د ازادۍ او محدود ژوند ترمنځ په توپیر نه پوهېږي، خو د هغه په وینا افغانانو وښوده چې په دې توپیر ښه پوهېږي.

 

نوموړي د افغان ښځو وضعیت ته په اشاره ویلي:

 

«له بده مرغه، هغه ښځې چې د خپلو بشپړو وړتیاوو د ترلاسه کولو پر لور یې ګامونه اخیستل پېل کړي وو، نور دا فرصت نه لري چې خپلې وړتیاوې په بشپړه توګه وکاروي.»

 

بوش ویلي دي، چې په افغانستان کې داسې نجونې وې چې په خپل ژوند کې یې د لومړي ځل لپاره ښوونځي ته د تګ فرصت وموند او داسې ښځې وې چې ډاکترانې او استادانې شوې. د هغه په وینا، دغو ښځو او نجونو د ازادې او استبدادي ټولنې ترمنځ توپیر په ښه توګه درک کړی و.

 

د امریکا پخواني ولسمشر ویلي دي، چې له امریکا بهر رامنځته کېدونکي حالات د دغه هېواد پر ملي امنیت اغېز کولی شي. د هغه په وینا، دا لازمه نه ده چې امریکا هر ځای خپل پوځونه واستوي، خو باید د هغو خلکو ترڅنګ ودرېږي چې د استبداد پر وړاندې مبارزه کوي او ازادي غواړي.

 

بوش د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ورځې په یادولو ویلي دي، چې له بریدونو وروسته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو ورسره اړیکې ونیولې او له امریکا سره یې د ملاتړ څرګندونه وکړه.

 

هغه د جاپان د هغه وخت د لومړي وزیر ټیلیفوني اړیکه هم یاده کړې او ویلي یې دي، چې دا له تاریخي پلوه په زړه پورې وه، ځکه د امریکا او جاپان مخکنیو نسلونو له یو بل سره جګړه کړې وه، خو د سپتمبر د ۱۱مې تر بریدونو وروسته د جاپان لومړي وزیر ورته وویل چې دواړه هېوادونه د خپلو ازادیو او ګډ امنیت د دفاع لپاره یو ځای درېږي.

 

جورج ډبلیو بوش د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو پر مهال د امریکا ولسمشر و. د دغو بریدونو له شاوخوا یوې میاشتې وروسته امریکا د هغه په امر پر افغانستان پوځي برید وکړ او د طالبانو لومړنی حکومت له واکه لرې شو.

 

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول. له هغه راهیسې یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او په پوهنتونونو کې د ښځو پر تعلیم بندیز لګولی او د ښځو پر کار او ټولنیز ژوند یې هم پراخ محدودیتونه لګولي دي.