واشنګټن : د امریکا د دفاع پخواني وزیر ،لیون پنیټا، ویلي دي، چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو ایستل او د دغه هېواد کنټرول بیا طالبانو ته پرېښودل یوه «وحشتناکه تېروتنه» وه.
پنیټا، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر هم پاتې شوی، د سپتمبر په ۹مه، له سکای نیوز سره په مرکه کې د افغانستان د جګړې پای «ډېر غمجن» بللی او ویلي یې دي، چې امریکا باید په افغانستان کې خپل حضور ساتلی وای.
هغه وویل:
«له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو ناڅاپي وتل او دغه هېواد یو ځل بیا طالبانو ته پرېښودل، له هغو ټولو کسانو سره د خیانت په معنا وو چې د امریکا لپاره یې جګړه کړې وه.»
پنیټا وویل، امریکا د افغانانو پر وړاندې مسوولیت درلود چې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د هغوي د ژوند د ښه کېدو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي. د هغه په وینا، امریکا په افغانستان کې په یو شمېر برخو کې مهم کارونه کړي وو، د افغان پوځ او استخباراتي ادارو په جوړولو کې یې مرسته کړې وه او د وسله والو ډلو پر وړاندې یې مبارزه کوله.
نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو د ژوند د ښه کولو، د نجونو او ښځو د زده کړو او د کاروبارونو لپاره هم زمینه برابره شوې وه. پنیټا وویل، که څه هم د افغانستان جګړه اوږده شوې وه، خو ،د ده په نظر، امریکا باید په دغه هېواد کې خپل حضور په بشپړ ډول نه وای ختم کړی.
امریکايي او د ناټو ځواکونه د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه ووتل او طالبان د هماغه کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او واک یې ترلاسه کړ.


شال نیوز