کابل : د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، هغه افغان استادان او زده کوونکي چې له هېواده بهر مېشت دي او د زده کړو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، کولی شي افغانستان ته ستانه شي او خپلو زده کړو او علمي فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند ،ضیاالله هاشمي، د سپتمبر په ۹مه، ویلي دي، چې وزارت به له هېواده بهر د افغان استادانو او زده کوونکو د تعلیمي ستونزو د هواري لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي ویلي دي، چې استادان او زده کوونکي به وکولی شي د دغو اسانتیاوو له لارې د افغانستان په پوهنتونونو او نورو لوړو زده کړو ادارو کې خپلو زده کړو او علمي فعالیتونو ته دوام ورکړي.
وزارت تر اوسه دا نه دي ویلي چې دغه اسانتیاوې به په کومو شرایطو برابرېږي، د بهرنیو پوهنتونونو کریډیټونه او اسناد به څنګه منل کېږي او د زده کوونکو د انتقال بهیر به څه ډول وي.


شال نیوز