پېښور : د پخواني وزیراعظم عمران خان ځانګړي سلاکار او د خیبر پښتونخوا پخواني چیف سېکرټري محمد شهزاد ارباب په پېښور کې د «اسپایر ـ خیبر پښتونخوا» په نوم د پالیسۍ، څېړنې او حکومتي اصلاحاتو یوه خپلواکه اداره فعاله کړې ده.
دغه اداره د خیبر پښتونخوا د مهمو سیاسي، اقتصادي، اداري او سیمهییزو مسئلو په اړه څېړنې، مشورتي غونډې او سیمینارونه کوي او په وروستیو کې یې د پاکستان او افغانستان اړیکو ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده.
ارباب شهزاد د دې ادارې مشر دی. د ادارې په مشرانو او متخصصینو کې د پخوانیو اعلی حکومتي افسرانو، پوهانو، تعلیمي شخصیتونو، اقتصادي ماهرانو او د سولې او ټولنیزو چارو د کارپوهانو یوه ډله شامله ده.
«اسپایر ـ خیبر پښتونخوا» وايي، موخه یې دا ده چې د تجربې، څېړنې او علم پر بنسټ حکومتونو او پالیسي جوړوونکو ته داسې وړاندیزونه وړاندې کړي چې په عملي توګه د خلکو ستونزې راکمې کړي.
ادارې تر دې وړاندې د پخوانۍ فاټا له خیبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو وروسته د قبایلي ضلعو د حقونو، صوبايي مالیاتو، حکومتي اصلاحاتو، کانونو، ځوانانو، بلدیاتي نظام او اعلی تعلیم په اړه هم فعالیتونه کړي دي. د ۲۰۲۶ کال په جولای کې یې د کانونو، ځوانانو او بلدیاتي ادارو په برخه کې د خپلو فعالیتونو د پراخولو پلان هم اعلان کړی و.
په اګست ۲۰۲۶ کې دې ادارې د پېښور پوهنتون په همکارۍ د مسلکي کسانو لپاره د فیلوشپ یو پروګرام هم پیل کړی، چې موخه یې د خیبر پښتونخوا د تجربې لرونکو متخصصینو ګډون د پالیسیو په جوړولو او حکومتي اصلاحاتو کې زیاتول دي.
پاکستان ـ افغانستان اړیکې د ادارې مهمه موضوع
د ارباب شهزاد ادارې په تېرو میاشتو کې د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه هم یو شمېر غونډې کړې دي.
د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې «اسپایر ـ خیبر پښتونخوا» په پېښور کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو او د هغو د سیمهییزو اغېزو په اړه یوه غونډه کړې وه. په دغه بحث کې سرحدي پېښې، د خبرو درېدنه، تجارت، د خلکو تګ راتګ او امنیتي ستونزې څېړل شوې وې.
د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۳۱مه ادارې په پېښور کې د پاکستان ـ افغانستان د سولې جرګه هم جوړه کړه. په دې جرګه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو، سرحدي ستونزو، تجارت او د خبرو د دوام غوښتنه شوې وه.
همدارنګه د سپټمبر په لومړیو کې د پېښور پوهنتون د ایریا سټډي سنټر او «اسپایر ـ خیبر پښتونخوا» په ګډه یوه غونډه کړې چې پکې ګډونوالو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي لارو د پرانیستو او د تجارت د سیاسي او امنیتي اختلافونو څخه د بېل ساتلو غوښتنه کړې وه.
ارباب شهزاد څوک دی؟
محمد شهزاد ارباب د پاکستان د اعلی حکومتي خدماتو له پخوانیو افسرانو څخه دی. هغه په ۱۹۸۱ کال کې سرکاري ملازمت پیل کړی و او د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې یې په کوهاټ، چترال، کرمه، ملاکنډ او نورو سیمو کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.
هغه د پخوانۍ فاټا د پرمختیايي ادارې مشر، د فاټا اېډېشنل چیف سېکرټري، د آزاد کشمیر چیف سېکرټري او وروسته د خیبر پښتونخوا چیف سېکرټري هم پاتې شوی دی.
په وفاقي حکومت کې هغه د تجارت، اقتصادي چارو او د سرحدونو او قبایلي چارو د وزارتونو سېکرټري هم پاتې شوی و. د پخوانۍ فاټا د اصلاحاتو په بهیر کې یې مهم رول درلود او د ۲۰۱۶ کال د فاټا اصلاحاتو د راپور په جوړولو کې یې هم برخه اخیستې وه، چې وروسته یې له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یوځای کېدو لاره هواره کړه.
کله چې عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې وزیراعظم شو، ارباب شهزاد یې د اسټېبلشمنټ سلاکار وټاکه او د وفاقي وزیر درجه ورکړل شوه. هغه وروسته د وزیراعظم ځانګړی مرستیال هم پاتې شو او تر اپرېل ۲۰۲۲ پورې یې د عمران خان له حکومت سره کار وکړ.
د عمران خان د حکومت پر مهال ارباب شهزاد د وفاقي وزارتونو د کارکردګۍ د ارزونې، اداري اصلاحاتو او د وزارتونو لپاره د هدفونو او کار د نتیجو د معلومولو په نظام کې مهم رول درلود.
اوس نوموړي له سرکاري دندو وروسته د «اسپایر ـ خیبر پښتونخوا» له لارې خپله اوږده اداري تجربه د څېړنې، پالیسي جوړونې او د سیمې د مهمو مسئلو په اړه د بحثونو لپاره کارولې ده، او د پاکستان ـ افغانستان اړیکې یې د ادارې له مهمو موضوعاتو څخه یوه ګرځولې ده.


شال نیوز