نوښار : د خېبر پښتونخوا د صحت وزیر میا خلیق الرحمان وايي، د نوښار په زیارت کاکا صاحب سیمه کي د چکن ګونیا ۲۸۰ پېښې ثبت شوې دي، خو د دې ناروغۍ له امله د چا د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.
میا خلیق الرحمان د سې شنبې په ورځ ،د سپتمبر په ۸مه، د زیارت کاکا صاحب له سرکاري سول روغتون څخه لیدنه وکړه، د چکن ګونیا د ناروغانو پوښتنه یې وکړه او د علاج د انتظاماتو په اړه یې له روغتیايي چارواکو معلومات واخیستل.
نوموړي وروسته خبریالانو ته وویل، په سیمه کي د چکن ګونیا خپرېدل اوس په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې راوستل شوي دي.
د صحت وزیر وویل، چارواکي داسې شواهد راټولوي چې له مخې یې ښايي ناروغي له کراچۍ څخه زیارت کاکا صاحب ته د راغلې یوې کورنۍ له راتګ وروسته خپره شوې وي. د هغه په وینا، که په دې اړه شواهد بشپړ شي، معلومات به د سند له حکومت سره شریک کړي.
خلیق الرحمان دا هم وویل چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو باوجود صوبايي حکومت د ډینګي د خپرېدو د مخنیوي لپاره اقدامات کړي او د وبايي ناروغیو پر ضد له خپلو وسایلو کار اخلي. هغه پر مرکزي حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، صوبې ته په دې برخه کي مرسته نه ده ورکړل شوې.
د وزیراعظم د یوه سلاکار پر څرګندونو د نیوکې پر مهال د صحت وزیر وویل، د ناروغۍ په اړه د ناسمو معلوماتو په خپرولو د خلکو ترمنځ وېره پیدا کول نه دي پکار او مرکزي چارواکي دې د برېښنا د رسولو ستونزو ته پام وکړي.
د نوښار ضلعي صحت افسر ډاکټر سید اکرم شاه او د زیارت کاکا صاحب سول روغتون ډاکټر قاسم خان هم د صحت وزیر د لیدنې پر مهال موجود وو.


شال نیوز