نوښار : د خیبر پښتونخوا د کرنې سلاکار میا عمر کاکا خېل او د نوښار ډپټي کمشنر ګوهر زمان وزیر ،د سپتمبر په ۷مه، د زیارت کاکا صاحب د ډي کټګورۍ روغتون دوره کړې او د چکن ګونیا ناروغۍ له امله اغېزمنو کسانو ته د ورکړل کېدونکو طبي اسانتیاوو جاج یې اخیستی دی.
د دورې پر مهال ډپټي کمشنر د ډاکټرانو او پیرامیډیکل کارکوونکو حاضري، د دواګانو موجودیت، د روغتون صفايي او د چکن ګونیا ناروغانو لپاره په بېړني ډول د شوو انتظاماتو په اړه معلومات واخیستل.
د نوښار د صحت ضلعي افسر ډاکټر اکرم شاه او د روغتون اېم اېس ډاکټر قاسم چارواکو ته د چکن ګونیا له خپرېدو وروسته د حالاتو، د بسترونو د موجودیت، د ناروغانو د نمونو اخیستو او د ناروغۍ په اړه د ولسي پوهاوي د اقداماتو په اړه بریفنګ ورکړ.
ډپټي کمشنر ګوهر زمان وزیر له ځايي مشرانو سره هم ولیدل او له هغوي یې په روغتون کې د شته اسانتیاوو او ناروغانو ته د ورکړل کېدونکو طبي خدماتو په اړه معلومات واخیستل.
ځايي مشرانو له چارواکو وغوښتل چې په روغتون کې دې ډاکټران او پیرامیډیکل کارکوونکي شپه او ورځ موجود وي او د ناروغانو د نمونو د پر وخت اخیستو لپاره دې لابراتوار هم ۲۴ ساعته فعال وساتل شي.
ډپټي کمشنر د روغتون اېم اېس ته لارښوونه وکړه چې د ډاکټرانو او پیرامیډیکل کارکوونکو ۲۴ ساعته موجودیت یقیني کړي او لابراتوار دې هم شپه او ورځ فعال وساتي. نوموړي ځايي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د روغتون د اسانتیاوو په اړه به د هغوي اندېښنې حل شي.


ندیم مشواني