نوښار : د نوښار ضلعي انتظامیه وايي، چې د زیارت کاکا صاحب د ویلج کونسل سپین کاڼي په سیمه کې د چکن ګونیا ناروغۍ ۱۲۰ پېښې ثبت شوې دي، خو تر اوسه د دې ناروغۍ له امله د کوم کس د مړینې خبر نه دی ورکړل شوی.
د نوښار ډپټي کمشنر ګوهر زمان وزیر ،د سپتمبر په ۴مخه، شال نیوز ته ویلي دي، چې د ناروغۍ د پېښو له زیاتېدو وروسته د صحت محکمې او ضلعي انتظامیې په سیمه کې بیړني اقدامات پېل کړي دي. د هغه په وینا، میډیکل ټیمونه زیارت کاکا صاحب او سپین کاڼي سیمې ته رسېدلي، ناروغان معاینه کوي او خلکو ته د ناروغۍ د مخنیوي په اړه معلومات ورکوي.
ډپټي کمشنر وايي، چې د صحت محکمه او انتظامیه په ګډه په سیمه کې د حالاتو څارنه کوي او د ناروغۍ د نورو پېښو د مخنیوي لپاره ټول ضروري انتظامات شوي دي.
چکن ګونیا یوه وایرسي ناروغي ده چې د مچیو د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدېږي. په دې ناروغۍ کې عموماً تبه، د بندونو سخت درد، د بدن درد، سر درد او ستړیا لیدل کېږي. په ځینو ناروغانو کې د بندونو درد د څو اوونیو یا تر دې هم ډېر وخت پورې پاتې کېدی شي.
طبي ماهران خلکو ته سپارښتنه کوي چې د کورونو او کوڅو شاوخوا ولاړې اوبه له منځه یوسي، د اوبو لوښي پټ وساتي او د مچیو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر ونیسي. د نوښار ضلعي انتظامیې ویلي دي، چې په سپین کاڼي او شاوخوا سیمو کې به طبي ډلې موجودې وي او که نورې مشکوکې پېښې مخې ته راشي، د ناروغانو معاینه او علاج به یې وشي.
چارواکو له خلکو غوښتي دي چې د لوړې تبې، د بندونو د سخت درد یا نورو ورته نښو په صورت کې نږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي او له خپل سر درمل استعمال نه کړي.
تر اوسه په سیمه کې د چکن ګونیا له امله د کومې مړینې راپور نه دی ورکړل شوی، خو انتظامیه وايي چې د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره څارنه او طبي اقدامات دوام لري.


ندیم مشواني