نوښار : د پاکستان د وزیراعظم کوارډینیټر اختیار ولي ویلي، د نوښار په زیارت کاکا صاحب سیمه کي د چکن ګونیا ناروغي خپره شوې او د هغه په وینا، تر اوسه تر ۴۰۰ تر ۵۰۰ زیات کسان پرې اخته شوي دي.
اختیار ولي دا څرګندونې ،د سپتمبر په ۶مه، د زیارت کاکاصاحب په سرکاري هسپتال کي د چکن ګونیا د ناروغانو د پوښتنې پر مهال له رسنیو سره په خبرو کي کړې دي.
هغه ویلي، په سیمه کي خلک له ناروغۍ سره مخ دي، خو صوبايي حکومت د وضعیت په اړه جدي ګامونه نه دي اخیستي. د هغه په وینا، په هسپتال کي نه کافي دوايانې شته او نه ناروغانو ته لازمې طبي اسانتیاوې برابرې دي.
اختیار ولي پر صوبايي حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي، د خیبر پښتونخوا د صحت صوبايي وزیر او د صحت محکمې سیکرټري تر اوسه د اغېزمنې سیمې او هسپتال دوره نه ده کړې، چې د ده په خبره د افسوس وړ ده.
هغه وویل، صوبايي حکومت خلکو ته د علاج او د صحت د بنیادي اسانتیاوو په ورکولو کي پاتې راغلی او مرکزي حکومت چمتو دی چې په دې برخه کي خپل مسوولیت ترسره کړي.
اختیار ولي وویل، په صوبه کي له امن او امان وروسته اوس د صحت د بنیادي اسانتیاوو په اړه هم پوښتنې راپورته شوې دي. د نوموړي د هسپتال د دورې پر مهال د زیارت کاکاصاحب سرکاري هسپتال ایم اېس ډاکټر قاسم خان او د سیمې مشران هم موجود وو.
د ۴۰۰ تر ۵۰۰ د زیاتو کسانو د اخته کېدو شمېره اختیار ولي یاده کړې ده؛ تر اوسه د صحت محکمې له خوا د دې شمېرې د تایید جلا رسمي معلومات نه دي وړاندې شوي.


ندیم مشواني