اسلام‌ اباد / کولمبو : د پاکستان د نشي موادو پر ضد ادارې ویلي، د دوي له خوا امریکا او سریلانکا ته د استخباراتي معلوماتو له ورکولو وروسته د نشه‌يي موادو یوه نړیواله شبکه ماته شوې او په پاکستان او سریلانکا کي ټولټال ۶۷۱ کیلوګرامه مېتامفېټامین یا «آیس» نیول شوي دي.

 

ادارې ،د سپتمبر په ۵مه، ویلي، عملیات لومړی د کراچۍ په بندر کي پېل شول، چې له یوه کنټېنره ۲۰۰ کیلوګرامه آیس ونیول شول. د پاکستان د چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کي احسان‌الله نومی یو افغان وګړی هم نیول شوی، چې اداره یې د شبکې مشر بولي، او له هغه سره یو شمېر ځايي ملګري هم نیول شوي دي.

 

د نشي موادو پر ضد ادارې ویلي، له نیول شوي کس څخه د پلټنو پر مهال ترلاسه شوي معلومات د امریکا د نشه‌يي موادو پر ضد ادارې، ډي اې اې، او د سریلانکا چارواکو ته ورکړل شول. د پاکستاني ادارې په وینا، پر همدې معلوماتو په کولمبو بندر کي وروسته په ګډو عملیاتو کي نور ۴۷۱ کیلوګرامه مېتامفېټامین ونیول شول. مواد په یوه بار کي د تولیو ترمنځ پټ کړل شوي وو.

 

خو د شبکې د پېژندنې په اړه د پاکستان او سریلانکا د چارواکو په بیانونو کي فرق لیدل کېږي.

 

سریلانکا کې له پاکستانه رسېدلي کانټینر څخه ۴۶۳ کیلو «ایس» په ولکه کې اخیستل شوي، درې پاکستانيان نیول شوي
سریلانکا کې له پاکستانه رسېدلي کانټینر څخه ۴۶۳ کیلو «ایس» په ولکه کې اخیستل شوي، درې پاکستانيان نیول شوي
کراچۍ : د ۹۰۰ میلیونه روپیو «ایس» نیول؛ د افغان‌ الاصله ډاکټر او پولیس اهلکار په ګډون اته کسان نیول شوي
کراچۍ : د ۹۰۰ میلیونه روپیو «ایس» نیول؛ د افغان‌ الاصله ډاکټر او پولیس اهلکار په ګډون اته کسان نیول شوي

 

د سریلانکا پولیسو او په کولمبو کي د امریکا سفارت د سپټمبر پر دویمه ویلي وو، چې په ګډو عملیاتو کي شاوخوا ۴۶۳ کیلوګرامه آیس نیول شوي او دوه پاکستاني وګړي هم نیول شوي دي. هغوی هغه مهال هدف شوې شبکه «پاکستانۍ» بللې وه.

 

د امریکا سفارت ویلي وو، نیول شوي نشه‌يي مواد شاوخوا ۲۱ میلیونه ډالره ارزښت لري او پلان و چې د سریلانکا له لارې نړیوالو بازارونو ته ولېږدول شي. پاکستان بیا اوس وايي، شبکه په افغانستان کي میشته وه، مواد د افغانستان له اړخه راتلل او پاکستان د نړیوالو بازارونو پر لور د ترانزیټ د لارې په توګه کارول کېده.

 

تر اوسه د پاکستان او سریلانکا د بیانونو ترمنځ دا اختلاف په رسمي ډول نه دی روښانه شوی چې شبکه په اصل کي افغانه وه، پاکستانۍ وه او که د دواړو هېوادونو د کسانو یوه ګډه نړیواله شبکه وه.