کراچۍ : کراچۍ پولیس وايي، چې په کورنګي مهران ټاون کې یې د نشي موادو د یوې نړیوالې شبکې خلاف د عملیاتو پر مهال ۵۰ کیلوګرامه کرسټل مېت، چې په عامه توګه ایس بلل کېږي، نیولی او اته کسان یې گرفتار کړي دي. پولیسو د نیول شوو ایسو ارزښت په پاکستاني بازار کې له ۸۰۰ تر ۹۰۰ میلیونه روپیو ښودلی دی.
د کراچۍ د لوېدیځ زون ډي ایي جي عرفان علي بلوچ ،د سپتمبر په لومړۍ، ویلي دي، چې نیول شوو کسانو کې ډاکټر نور احمد خلجي او ګران خان هم شامل دي، چې د پولیسو په وینا افغان الاصله دي او پاکستاني شناختي کارډونه لري. پولیس تور لګوي چې دغو کسانو له بلوچستان څخه د ایسو په برابرولو کې مرسته کوله.
په نیول شوو کسانو کې محمد کامران نومي د پولیسو یو کانسټېبل هم شامل دی چې په ملیر کې تعینات و. پولیس وايي، چې هغه د نشي موادو د انتقال لپاره د کوریر په توګه کار کاوه.
پولیسو نذیر سومرو د شبکې مرکزي ملزم بللی او دعوه یې کړې ده چې هغه د نشي موادو د اخیستو، پټولو او بهر ته د لېږلو چارې سمبالولې. شاهد مستوي د مهران ټاون د ګودام د انتظام او شیخ خالد د نشي موادو د ساتلو او مالي راکړې ورکړې په اسانتیا برابرولو تورن شوی دی.
پولیس وايي، چې ایس د ټایلونو او ماربلو په بکسونو کې پټ شوی و او اوسنی بار له کراچۍ څخه فلپاین ته د لېږلو لپاره تیار شوی و. د پولیسو په وینا، د شبکې رابطې په تایلنډ، مالیزیا او سویلي افریقا کې هم موجودې دي.
ډي ايي جي عرفان بلوچ ویلي دي، چې شبکې د ۲۰۰ تر ۲۵۰ کیلوګرامه پورې ایس د بهر لېږلو قرارداد کړی و، خو د هغه په وینا پاتې مقدار لا له بلوچستان څخه کراچۍ ته نه و رسېدلی.
پولیس اټکل کوي چې د ټول ۲۰۰ تر ۲۵۰ کیلوګرامه بار ارزښت د بهرني بازار له مخې له ۲۵ تر ۳۰ میلیونه ډالرو، یا شاوخوا شپږ تر اته اربه پاکستانۍ روپیو پورې رسېدی شو.
د عملیاتو پر مهال پولیسو د ۵۰ کیلوګرامه ایس ترڅنګ یو موټر، دوه تومانچې او درې لکه پنځوس زره روپۍ هم نیولې دي. پولیس وايي، چې د شبکې د نورو کسانو، مالي رابطو، حوالې او بهرنیو همکارانو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
دا د پولیسو دعوې دي او د نیول شوو کسانو جرم تر اوسه په عدالت کې نه دی ثابت شوی.


شال نیوز