کولمبو : د سریلانکا پولیس او د امریکا د نشي توکو ضد اداره وايي، چې په کولمبو بندر کې یې له پاکستانه رسېدلي یو کانټینر څخه شاوخوا ۴۶۳ کیلو «ایس» نیولي او د قضیې په تړاو یې درې پاکستاني وګړي او یو سریلانکايي کس نیولي دي.

 

په کولمبو کې د امریکا سفارت ویلي دي، چې نیول شوي نشي مواد شاوخوا ۲۱ میلیونه ډالر ارزښت لري او د غسل د تولیو په منځ کې پټ کړل شوي وو.

 

د امریکا سفارت وايي، چې د اګست له ۱۴مې تر ۲۹مې د امریکا د نشي توکو ضد ادارې او د پاکستان د نشي توکو ضد ځواک ځانګړې تحقیقاتي څانګې د پاکستان او کولمبو ترمنځ د مشکوکو سمندري کانټینرونو په اړه معلومات راټول کړي وو.

 

د همدې معلوماتو له ترلاسه کېدو وروسته سریلانکايي پولیسو د کانټینر پلټنه وکړه.

 

د سریلانکا پولیس وايي، چې د مرکزي جرمونو د تحقیقاتو ادارې له عدالته د کانټینر د پلټنې اجازه واخیسته او د اګست پر ۳۱مه یې د نشي توکو ضد پولیسو او کسټمز په مرسته کانټینر پرانیست.

 

پولیس وايي، چې لومړی یې د کولمبو د دیماتاګوډا سیمې یو ۴۴ کلن سریلانکايي کس ونیول چې د کانټینر له راوړلو سره یې تړاو درلود. د هغه له پلټنو وروسته درې پاکستاني وګړي هم ونیول شول چې عمرونه یې ۳۳، ۳۶ او ۵۱ کاله ښودل شوي دي.

 

کراچۍ : د ۹۰۰ میلیونه روپیو «ایس» نیول؛ د افغان‌ الاصله ډاکټر او پولیس اهلکار په ګډون اته کسان نیول شوي
کراچۍ : د ۹۰۰ میلیونه روپیو «ایس» نیول؛ د افغان‌ الاصله ډاکټر او پولیس اهلکار په ګډون اته کسان نیول شوي

 

چارواکي وايي، چې لومړني تحقیقات ښيي چې دا بار له پاکستانه سریلانکا ته رسېدلی و او امکان شته چې له هغه ځایه نورو نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېده.

 

نیول شوي کسان او نشي مواد د سریلانکا د نشي توکو ضد پولیسو ته سپارل شوي او د دې شبکې د نورو غړو، د بار د اصلي مالکانو او د نشي موادو د وروستي منزل په اړه تحقیقات روان دي.

 

د امریکا سفارت دا د پاکستان مېشتې د نشي موادو د قاچاق شبکې پر ضد ګډ عملیات بللي دي. د سریلانکا پولیسو هم تایید کړې ده چې کانټینر له پاکستانه ورغلی و. د پاکستان حکومت د دې قضیې په اړه تر اوسه جلا رسمي بیان نه دی خپور کړی.