دوحه : په قطر کي د طالبانو سفیر او د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ،سهیل شاهین، د ازبکستان د یوه فرهنګي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کي له یو شمېر لوړپوړو ښځینه چارواکو سره یوځای ګډون کړی دی.

 

په ټولنیزو رسنیو کي د خپرو شویو انځورونو له مخې، سهیل شاهین په دغو مراسمو کي له هغو ښځینه چارواکو سره یوځای لیدل کېږي چې د خپلې خوښې جامې یې اغوستې دي. دا په داسې حال کي ده چې طالبانو په افغانستان کي د ښځو پر زده‌کړو، کار، ټولنیز او عامه حضور او د جامو پر څرنګوالي پراخ محدودیتونه لګولي دي.

 

د ازبکستان دغه فرهنګي نندارتون د چهارشنبې، د سپټمبر پر ۲مه، د دوحې د اسلامي هنرونو په موزیم کي پرانیستل شوی و. د پرانیستې په مراسمو کي د قطر د موزیمونو مشرې شیخه المیاسه بنت حمد آل ثاني او د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف لور سعیده میرضیایف هم ګډون کړی و.

 

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کي افغانستان بیا تر واک لاندي راوست. له هغه وروسته یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌ کړو بندیز لګولی او پوهنتونونه یې هم د ښځینه محصلانو پر مخ تړلي دي. ښځې په ګڼو دولتي او نادولتي ادارو کي له کار کولو منع شوې دي او د طالبانو له خوا د ښځو پر سفر، عامه حضور او د جامو پر څرنګوالي هم بېلابېل محدودیتونه لګول شوي دي.

 

دلاور : د نجونو د زده‌ کړو د ځنډولو امر هبت‌ الله اخندزاده کړی، څوک یې په مقابل کې څه نه‌ شي ویلی
دلاور : د نجونو د زده‌ کړو د ځنډولو امر هبت‌ الله اخندزاده کړی، څوک یې په مقابل کې څه نه‌ شي ویلی
ذبیح‌ الله مجاهد وايي، اوس د نجونو د ښوونځیو په اړه د پوښتنو او بحثونو وخت نه دی
ذبیح‌ الله مجاهد وايي، اوس د نجونو د ښوونځیو په اړه د پوښتنو او بحثونو وخت نه دی
د ښځو د ازادۍ شبکه: د افغانستان د سقوط پنځم کال د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې تېر شو
د ښځو د ازادۍ شبکه: د افغانستان د سقوط پنځم کال د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې تېر شو

 

د طالبانو دغه تګلارې په نړیواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوې دي، خو د دې ډلې چارواکي وايي، د ښځو په اړه د دوی پالیسي د اسلامي شریعت له اصولو سره برابره ده.

 

سهیل شاهین د طالبانو په بهرني سیاست او ډیپلوماسۍ کي له مهمو څېرو څخه دی او په تېرو څو کلونو کي یې د دې ډلې په استازیتوب په ګڼو نړیوالو غونډو او رسمي مراسمو کي ګډون کړی دی.

 

تر اوسه سهیل شاهین یا د طالبانو ادارې په قطر کي په دغو مراسمو کي د هغه د ګډون او په افغانستان کي د ښځو لپاره د لګېدلو محدودیتونو ترمنځ د توپیر په اړه کوم ځانګړی غبرګون نه دی ښودلی.