کوټه : پولیس وايي، چې د بلوچستان د کچي ضلعې په بهاګ ښار کې شاوخوا ۴۰ وسله والو ،د سپتمبر په ۴مه، سهار پر پولیس مرکز، نیشنل بانک او د اسسټنټ کمشنر پر دفتر برید کړی دی، چې د پولیسو او بریدګرو ترمنځ نږدې دوه ساعته نښته شوې ده.
د سبي رینج ډي ایي جي ،پروېز احمد عمراني، په یوه خبري غونډه کې ویلي دي، چې برید د سهار شاوخوا پنځو بجو او پنځلسو دقیقو ترمنځ پېل شوی و او بریدګرو د پولیس مرکز له څو خواوو څخه په درنو وسلو، راکټونو او لاسي بمونو برید کړی دی. د هغه په وینا، بریدګرو هڅه کړې ده چې پولیس مرکز ته داخل شي، خو پولیسو او د پولیسو ځانګړي ځواک غړو یې مخه نیولې ده.
د بلوچستان د اعلا وزیر مرستیال شاهد رند ویلي دي، چې په برید کې شاوخوا ۴۰ وسله والو برخه لرله او پولیس مرکز، نیشنل بانک او د اسسټنټ کمشنر دفتر یې په نښه کړي وو. چارواکي وايي، چې بریدګر پولیس مرکز ته په ننوتلو، د وسلو په اخیستو او له نیشنل بانک څخه د پیسو په وړلو نه دي بریالي شوي.
د پولیسو په وینا، بریدګرو په نیشنل بانک کې چاودېدونکي مواد هم ځای پر ځای کړي وو، چې د بم شنډولو ډلې پرې کار کړی دی. د مرګ ژوبلې په اړه د دوو رسمي بیانونو په شمېرو کې لږ توپیر شته. ډي ایي جي پروېز عمراني ویلي دي، چې یو پولیس او درې ملکي کسان لږ ژوبل شوي، خو د بلوچستان د اعلا وزیر مرستیال شاهد رند د دوو پولیسو او درې ملکي کسانو د ژوبلېدو خبره کړې ده.
تر اوسه په دې برید کې د کوم کس د وژل کېدو رسمي راپور نه دی ورکړل شوی.
ډي ایي جي پروېز عمراني ویلي دي، چې بریدګرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د پولیس مرکز شاوخوا د وینې نښې لیدل شوې دي، خو د بریدګرو د مرګ ژوبلې په اړه کومه کره شمېره نه ده ورکړل شوې او دا خبره په خپلواکه توګه هم نه ده تایید شوې.
د نښتې وروسته بریدګر له سیمې وتلي او پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو په بهاګ او شاوخوا سیمو کې د پلټنې عملیات پېل کړي دي. د پولیسو په وینا، د برید پر مهال د پولیس مرکز ودانۍ ته د راکټونو او نورو درنو وسلو له امله زیان هم رسېدلی دی.
د بهاګ برید په داسې حال کې شوی دی چې په وروستیو ورځو کې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې پر پولیسو، امنیتي ځواکونو او سرکاري مرکزونو د وسله والو بریدونو ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي.
یوه ورځ مخکې د پښین ضلعې په زیارت کراس سیمه کې هم د پاکستاني ځواکونو پر یو کاروان مرګونی برید شوی و، چې د مرګ ژوبلې د وروستۍ شمېرې په اړه لا بېلابېل راپورونه خپرېږي.


نعيم اچکزئي