نوشکي : د بلوچستان په نوشکي ضلعه کې ځايي او امنیتي سرچینې وايي، چې د ممکنه پوځي عملیاتو له امله د کوټې ـ تفتان لویې لارې ته څېرمه د څلورو کلیو اوسېدونکو ته د لنډمهاله مودې لپاره د خپلو کورونو د خالي کولو ویل شوي دي.

 

امنیتي او ځايي سرچینو د سپتمبر پر ۳مه، ویلي دي چې کلي بټو، کلي هاروني، کلي احمدوال او کلي جورکین اوسېدونکو ته ویل شوي دي چې د سپتمبر په میاشت کې له خپلو کورونو ووځي او شاوخوا دوه میاشتې به له سیمې بهر پاتې کېږي.

 

د سرچینو له مخې، د دغو سیمو اوسېدونکو ته لارښوونه شوې ده چې له کورونو تر وتلو مخکې په احمدوال زایرین کمپ کې خپل نومونه ثبت کړي او د ورځني استعمال اړین سامان له ځان سره یوسي.

 

سرچینې وايي، چې د ممکنه عملیاتو پر مهال د نوشکي ـ دالبندین او نوشکي ـ خاران پر سړکونو هم په ټاکلو ورځو کې تګ راتګ بندېدی شي. همداراز د بټو او جورکین ترمنځ په ځینو سیمو کې د خلکو پر تګ راتګ محدودیتونه هم راپور شوي دي.

 

د ځايي خلکو له قوله خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې د ممکنه انتقال له امله د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې شوې دي، ځکه هغوي به د کورونو ترڅنګ خپل کاروبارونه، مالونه او کرنیزې ځمکې هم د یوې مودې لپاره پرېږدي.

 

خو د پاکستان پوځ او د بلوچستان صوبايي حکومت تر اوسه په رسمي ډول نه د دغو څلورو کلیو د خالي کولو حکم تایید کړی او نه یې په نوشکي کې د کوم نوي پراخ پوځي عملیاتو په اړه تفصیلي اعلان کړی دی.

 

شال نیوز هم د کلیو د خالي کولو د حکم کوم خپلواک رسمي سند نه دی موندلی، نو د کلیو د خالي کولو او ممکنه عملیاتو معلومات د ځايي او امنیتي سرچینو له قوله خپرېږي.

 

نوشکي په وروستیو میاشتو کې د امنیتي پېښو او عملیاتو شاهد پاتې شوی دی. د جولایۍ په وروستیو کې هم په ضلعه کې د امنیتي پېښو وروسته کرفیو او د تګ راتګ محدودیتونه لګېدلي وو.