برلین : د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ۲۲ نور افغانان چې په جنايي جرمونو کې ښکېل وو، د اګست په ۳۱مه، د ځانګړې چارټر الوتنې له لارې کابل ته استول شوي دي. د وزارت په وینا، له دې الوتنې سره د جرمني د اوسني حکومت د واک له پېل راهیسې افغانستان ته د استول شویو افغانانو شمېر ۲۵۰ کسانو ته رسېدلی دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاندې ویلي دي، چې په تازه استول شویو کسانو کې داسې کسان هم شامل وو چې د قتل، د وژنې د هڅې، غلا، منظمو غلاوو، په زور د پیسو اخیستو، سخت تشدد او اور لګولو په جرمونو تورن یا محکوم شوي وو.
د جرمني حکومت د روان میلادي کال د جون په نیمایي کې اعلان کړی و چې غواړي افغانستان ته د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پراخه کړي چې په جرمني کې یې جرمونه کړي او د پاتې کېدو قانوني حق نه لري. د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، چې د اړتیا په صورت کې به افغانستان ته په میاشت کې تر دریو پورې چارټر الوتنې ترسره کوي.
افغانستان ته د افغانانو د ایستلو د بهیر د اسانه کولو لپاره د جرمني حکومت په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت یو شمېر استازي هم منلي دي. څلور افغان قونسلي کارکوونکي په دې وروستیو کې برلین ته رسېدلي دي، خو جرمني ویلي چې د دوي کار به یوازې په تخنیکي او قونسلي چارو پورې محدود وي.
جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو چارواکي وايي چې له کابل سره تخنیکي اړیکې د هغو افغانانو د ستنولو لپاره ضروري دي چې په جرمني کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.


شال نیوز