بونېر : د بونېر په بايي کلي کې یو شمېر ځوانانو د خپلې مورنۍ ژبې د ودې لپاره د کلي په بازار کې د دکانونو نومونه په پښتو لیکلي دي. د ځوانانو په وینا د دې کار موخه دا ده چې پښتو یوازې د خبرو تر ژبې محدوده نه وي، بلکې په عامه ځایونو کې هم وکارول شي او خلک یې په لیکلې بڼه وویني.
ټولنیز فعال اقرار بونېري ،د اګست په ۳۱مه، شال نیوز ته ویلي دي چې پښتو د ښکلو او لرغونو تورو او نومونو یوه پراخه خزانه لري، خو د وخت په تېرېدو یې ځینې پخواني توري او نومونه له ځوان کهول څخه هېرېږي.
هغه وايي، که ځوانان هره ورځ په بازارونو کې د دکانونو پر لوحو پښتو نومونه وویني، نو په طبیعي ډول به له پخوانیو پښتو تورو او نومونو سره بلد شي او د خپلې ژبې ارزښت به ورته لا روښانه شي.
د بايي کلي اوسېدونکی زاهد علي وايي، چې د دکانونو نومونه په پښتو لیکل یوازې د کاروبار لپاره نه دي، بلکې د خپلې مورنۍ ژبې د خدمت یوه هڅه ده. د هغه په خبره، دا نوښت یوازې تر بايي کلي محدود نه دی او د بونېر په یو شمېر نورو سیمو کې هم ځوانانو د خپلو دکانونو نومونه په پښتو لیکلي دي.
بلخوا د ژبې پوهان وايي، چې د پښتو د ودې لپاره د خلکو له لوري دا ډول هڅې ارزښت لري، خو یوازې د دکانونو پر لوحو د پښتو نومونه لیکل د ژبې د پیاوړتیا لپاره بسنه نه کوي.
د دوي په وینا، تر هغې چې پښتو د زده کړو، کار، ادارو او رسمي چارو په برخو کې پراخه ونه کارول شي او د حکومت له لوري ورته لازم ملاتړ ونه شي، د دې ژبې د ودې په برخه کې به ستونزې موجودې وي.


عصمت علي اخون