پېښور : د پښتو ژبې د ډیجیټلي پرمختګ لپاره د «پښتو کامن وایس» په نوم یوه مهمه څېړنیزه پروژه روانه ده، چې موخه یې د پښتو ژبې لپاره د غږونو تر ټولو لوي ازاد معلوماتي بانک جوړول دي. دا پروژه د موزیلا بنسټ د نړیوال غږیز معلوماتو راټولولو پروګرام برخه ده او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د پښتنو رضاکارانو په همکارۍ پر مخ وړل کېږي.
د څېړنیزو معلوماتو له مخې، د پښتو لپاره د دې پروژې عملي کار په ۲۰۲۲م کال کې پېل شو. په لومړیو کې یوازې څو رضاکارانو پکې برخه اخیستې وه او د ثبت شویو غږونو شمېر ډېر کم و، خو وروسته د زرګونو پښتنو په ګډون دا پروژه په چټکۍ پراخه شوه.
د وروستیو شمېرو له مخې، د پښتو لپاره زرګونه ساعته غږیز مواد ثبت شوي او زرګونه کسان پکې برخه وال شوي دي. د پروژې مسؤلان وایي، چې پښتو اوس د هغو ژبو له ډلې ده چې په دې نړیوال ازاد معلوماتي بانک کې تر ټولو ډېر غږیز معلومات لري.
څېړونکي وايي، تر دې وړاندې د پښتو ژبې لپاره د غږیزو معلوماتو کمښت د دې لامل شوی و چې د مصنوعي ځیرکتیا ډېر نړیوال سیستمونه پښتو په سمه توګه ونه پېژني. د دوي په وینا، دا معلومات به د پښتو د غږ پېژندنې، اتومات ژباړې، غږیزو کیبورډونو، د غږ له لارې لیکلو، مجازي غږیزو مرستیالانو او د نابینایانو لپاره د مرستندویه ټکنالوژۍ په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.
د پروژې مسؤلان وایي، هر چې پښتون چې موبایل، کمپیوټر او انټرنېټ ولري، کولی شي په څو دقیقو کې پکې برخه واخلي. ګډونوال د پروژې رسمي وېبپاڼې ته له ننوتلو وروسته د پښتو ژبه ټاکي، لنډې جملې په خپل غږ ثبتوي او یا د نورو کسانو ثبت شوي غږونه اوري او ارزوي. دا ټول کار رضاکارانه دی او کوم ځانګړي تخنیکي مهارت ته اړتیا نه لري.
څېړونکي ټینګار کوي چې د افغانستان، پاکستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د مېشتو پښتنو ګډون د دې پروژې د بریا لپاره ډېر مهم دی، ځکه د بېلابېلو سیمو او لهجو غږونه د مصنوعي ځیرکتیا سیستمونه لا دقیق روزي او د پښتو ژبې ډیجیټلي راتلونکی پیاوړی کوي.


شال نیوز