کوټه : په کوټه کې د سویلي پښتونخوا د ولسي پښتون قامي جرګې دویمه ورځ د دوشنبې په ورځ، د اګست پر ۳۱مه، روانه وه، چې د بېلابېلو پښتون مېشتو ضلعو قامي او قبایلي مشرانو، دیني عالمانو، سیاسي استازو، وکیلانو، ښځو او مدني فعالانو پکې خپلې سلیږنې او وړاندیزونه وړاندې کړل.
دا جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي سکرتر ،نواب محمد ایاز خان جوګیزي، په مشرۍ جوړه شوې او تنظیموونکي وايي، چې موخه یې د سویلي پښتونخوا د روان امنیتي، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه د بېلابېلو سیمو د خلکو نظرونه راټولول او د یو ګډ دریځ لپاره زمینه برابرول دي.
د دویمې ورځې لومړۍ ناسته د سهار په لسو بجو د قران کریم په تلاوت پېل شوه. په دې ناسته کې د ژوب، شیراني، موسی خېل، چمن، پښین، کوټې، زیارت، دکۍ، هرنایۍ او نورو سیمو قامي او قبایلي استازو خبرې وکړې.
په ویناوالو کې حاجي محمد عظیم اجرم، سردار ایوب خان مندوخېل، ملک مولاداد شیرانی، زین العابدین خلجی، ډاکټر امانت مسیحي، مولانا شیخ مندوخېل، عبدالله خان کاکړ، حاجي عبدالرحمن بازی، خان امان الله خان چمن، سردار ایوب خان وردګ، سائیں محمد انور شیرانی او ډاکټر عصمت الله جوګیزی شامل وو.
همداراز حاجي امین الله خان نورزي، عبدالصمد خان اڅکزي، سردار اکبر خان ترین، سردار محمد ایوب خان شیراني، محمد یار شیراني، محمود ملیزي، نسیم خان پانیزي، قاري مهرالله، نسیم خان بازي او یو شمېر نورو قامي مشرانو هم جرګې ته ویناوې وکړې.
په جرګه کې د ښځو له لوري ارزو زیارتوال او سومیره کاکړ، د مذهبي او ټولنیزو حلقو له خوا حافظ حمدالله او نورو استازو هم ګډون او ویناوې وکړې.
د تنظیموونکو له خوا خپرو شویو معلوماتو له مخې، د جرګې په بحثونو کې د سویلي پښتونخوا پر ناامنۍ، د خلکو د سر او مال پر خوندیتوب، د وسله والو پېښو، د سیمې پر طبیعي وسایلو، ځمکو، اقتصادي ستونزو او د پښتنو د سیاسي او قامي حقونو په اړه نظرونه وړاندې شول.
د جرګې د جوړېدو یو مهم لامل په وروستیو کې په زیارت، پښین، چمن، قلعه عبدالله، کوټه، دکۍ او هرنایي کې رامنځته شوې امنیتي پېښې بلل شوې دي. ګډونوالو د هنه اوړک، کلي ببري، منګله، زیارت او شاهرګ په ګډون په یو شمېر سیمو کې د تشدد او ناامنۍ د پېښو یادونه هم وکړه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د جرګې په تړاو ویلي دي، چې د پښتنو د سر، مال، طبیعي وسایلو او تاریخي حقونو د خوندیتوب لپاره د قامي مشرانو، سیاسي ګوندونو او د ټولنې د بېلابېلو برخو ترمنځ ګډې مشورې ضروري دي.
د جرګې په دویمه ورځ غونډې په څو ناستو کې روانې وې او د بېلابېلو قبایلو او سیمو استازو ته د خبرو فرصت ورکړل شو. د تنظیموونکو په وینا، د دغو ویناوو او وړاندیزونو مهم ټکي به د جرګې د وروستۍ اعلامیې په چمتو کولو کې په پام کې ونیول شي.
دغه درې ورځنۍ جرګه د ۲۰۲۲م کال د بنو د پښتون قامي جرګې د پرېکړو د تسلسل برخه بلل کېږي. په بنو کې هم د جرګې ګډونوالو د امنیت، طبیعي وسایلو، بې ځایه کېدو او د پښتنو د نورو ستونزو په اړه بحثونه کړي وو او د ګډې اعلامیې لپاره یې ځانګړې کمېټه ټاکلې وه.
د کوټې اوسنۍ جرګه به د سپتمبر پر لومړۍ نېټه هم دوام وکړي. تمه ده چې په وروستۍ ورځ به د درې ورځنیو بحثونو، ویناوو او وړاندیزونو له راټولولو وروسته ګډه اعلامیه خپره او د راتلونکي لپاره به د جرګې دریځ وړاندې شي.
تر اوسه د دویمې ورځې په پای کې د جرګې کومه وروستۍ ګډه پرېکړه یا اعلامیه نه ده اعلان شوې.


نعيم اچکزئي