کوټه : د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو مرکزي ویاند طالع مند خان وايي، چې په کوټه کې رابلل شوې درې ورځنۍ جرګه به د سویلي پښتونخوا پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو، د طبیعي او معدني سرچینو پر حقونو، د قبایلو پر ګډو ځمکو او د سیمې د پښتنو پر راتلونکي بحث وکړي.
طالع مند خان شال نیوز ته وویل، چې جرګه د اګست پر ۳۰مه پیلېږي او د سپتمبر تر لومړۍ نېټې به دوام کوي. د هغه په وینا، د سویلي پښتونخوا له بېلابېلو سیمو څخه ولسي مشران، مدني فعالان، د سیاسي ګوندونو استازي، وکیلان، ډاکټران، خبریالان، پوهان او د ټولنې د بېلابېلو برخو استازي به پکې ګډون وکړي.
هغه وویل، چې په سویلي پښتونخوا او نورو پښتنو سیمو کې له اوږدې مودې راهیسې ناامني او بې نظمي روانه ده او د خلکو ژوند، کاروبار او مالونه له خطر سره مخ دي. د طالع مند خان په خبره، د ناامنۍ ترڅنګ د سیاسي فعالیتونو ازادي هم اغېزمنه شوې ده، د قانون واکمني کمزورې شوې او د ریاست د اساسي قانوني نظام په اړه هم جدي اندېښنې شته.
هغه وویل، چې ګوند په همدې حالاتو کې پرېکړه کړې ده چې له ولس سره مخامخ خبرې وکړي، د خلکو ستونزې، غوښتنې او مشورې واوري او د هغوي د نظرونو په رڼا کې د راتلونکو ګامونو په اړه پرېکړې وکړي. د هغه په وینا، د جرګې له پرېکړو او وړاندیزونو وروسته به د عملي اقدام لپاره سیاسي پلان هم جوړ شي.
طالع مند خان د طبیعي او معدني سرچینو او د قبایلو د ګډو ځمکو موضوع د جرګې له مهمو برخو وبلله. هغه وویل، چې د قبایلو او ولسونو د ګډو ځمکو د غیرمقامي کسانو په نوم د الاټ کېدو په اړه جدي اندېښنې شته. د نوموړي په وینا، د سیمې د معدني او طبیعي سرچینو په اړه هم خلک اندېښمن دي او د مرکزي حکومت له لوري د داسې اقداماتو او قانون جوړونې هڅې کېږي چې د ځايي خلکو اساسي او قانوني حقونه اغېزمنولی شي.
د افغانستان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې طالع مند خان وویل، چې دا د دې سیمې د پښتنو جرګه ده او د افغانستان د خپلواکۍ او داخلي چارو درناوی ضروري دی. خو هغه زیاته کړه، چې په تېرو شاوخوا څلوېښتو تر پنځه څلوېښتو کلونو کې د افغانستان حالاتو د پښتنو پر سیمو او ژوند ژور اغېز کړی او بهرنیو عواملو هم په دې لړ کې مهم رول لوبولی دی.
د هغه په خبره، هر هغه داخلي یا بهرنی عامل چې د پښتنو د سر، مال، امنیت او راتلونکي لپاره ګواښ جوړوي، باید په جرګه کې وڅېړل شي او ولس پرې خپل نظر وړاندې کړي. طالع مند خان وویل، چې د کوټې جرګه د پخوانیو پښتنو جرګو د لړۍ دوام دی او د بنو په ګډون یې د تېرو جرګو یادونه وکړه.
هغه وویل، تر هغه چې ستونزې موجودې وي، ولس به خپله سیاسي مبارزه هم جاري ساتي او اوسنۍ جرګه د همدې بهیر یوه برخه ده. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو مرکزي ویاند وايي، چې د جرګې اعلامیه او پرېکړې به له ولس، ټول هېواد او نړیوالې ټولنې سره شریکېږي او د یو عامه سند په توګه به وړاندې شي.
طالع مند خان وویل، د جرګې له پرېکړو وروسته به د ولس د غوښتنو د عملي کولو لپاره د سیاسي مبارزې راتلونکې لارې هم وټاکل شي.


نعيم اچکزئي