کوټه : د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او په قامي اسمبلۍ کې د مخالف لوري مشر ،محمود خان اڅکزي، ویلي دي، چې د پښتنو سر، مال، طبیعي وسایل او تاریخي هویت له جدي ګواښونو سره مخ دي او د دې ستونزو د مقابلې لپاره د ټولو سیاسي ګوندونو، قامي مشرانو، نوابانو او مخورو په ګډون د یوې سترې پښتون جرګې جوړول ضروري دي.
اڅکزي ،د اګست په ۳۰مه، په کوټه کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، چې وړاندیز شوې جرګه به د کوم یو سیاسي ګوند تر واک یا اجنډا لاندې نه وي، بلکې د بنو د قامي جرګې د پرېکړو تسلسل او د پښتنو د ګډو ستونزو په اړه د پراخې قامي مشورې هڅه به وي.
هغه وویل، چې د پښتنو د قامي یووالي او سترې جرګې وړاندیز د بلوچانو یا بل کوم قام پر ضد نه دی. د هغه په وینا، بلوچ خپل تاریخي وطن او حقوق لري او پښتانه هم د خپلو تاریخي، جغرافیایي او سیاسي حقونو د خوندي کولو غوښتنه کوي.
محمود خان اڅکزي وویل، چې پاکستان د پنجابیانو، سندیانو، بلوچانو، سراییکیانو او پښتنو ګډ هېواد دی او ټول قامونه باید د یو بل تاریخي، جغرافیایي او سیمه ییزو حقونو ته درناوی وکړي. هغه وویل، چې په هېواد کې باید د بادار او غلام تصور نه وي او قامونه دې د برابرۍ پر بنسټ خپلې اړیکې وساتي.
اڅکزي د پښتنو د سیمو طبیعي وسایلو ته په اشاره وویل، چې په دغو سیمو کې لیتیم، سره زر، سپین زر، مس، ګاز او نور قیمتي معدنیات شته، خو د دې باوجود د سیمې ګڼ ځوانان له بې روزګارۍ سره مخ دي او د روزګار لپاره خلیجي هېوادونو ته ځي.
هغه په کوټه، کچلاغ، بایزي او ځینو نورو سیمو کې د ځمکو د مبینه غصب، د حدودو پر سر د لانجو او له دې سره تړلو ولسي ستونزو هم نیوکه وکړه او د ژر حل غوښتنه یې وکړه.
د افغانستان او سیمې د روان وضعیت په اړه اڅکزي وویل، چې افغانستان او د پښتنو سیمې له څو لسیزو راهیسې د نړیوالو او سیمه ییزو قدرتونو د جګړو او سیالیو اغېزې زغمي. هغه له ملګرو ملتونو، شانګهای همکارۍ سازمان او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په سیمه کې د جګړو د دوام د مخنیوي لپاره خپل رول ولوبوي.
اڅکزي وویل، پښتانه ترهګر قام نه دی، بلکې پر سوله ییزې، اییني، ډیموکراتیکې او سیاسي مبارزې باور لري او د خپلو حقونو او عزت لپاره به خپله مبارزه روانه ساتي. هغه وویل، چې د سترې پښتون جرګې پرېکړې به د پراخې قامي مشورې له لارې کېږي او د هغو د عملي کولو لپاره به د ټول قام په ملګرتیا سیاسي او ولسي هڅې کېږي.


نعيم اچکزئي