استانبول : پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې په استانبول کې د خپل درې اړخیز دفاعي تړون د لومړۍ ستراتیژیکې، سیاسي او دفاعي کمېټۍ غونډه کړې او اعلان یې کړی دی چې دغه جوړښت به په رسمي ډول «مکه دفاعي اتحاد» بلل کېږي.

 

د ترکیې خارجه وزیر هاکان فیدان د غونډې وروسته ویلي دي، چې د اتحاد دایمي سیکرټریټ په سعودي عربستان کې جوړ شوی دی او د سیکرټریټ لومړی سیکرټري جنرل به له پاکستانه وي. رویټرز د ګډې اعلامیې له مخې وايي، چې پاکستانی سیکرټري جنرل به په لومړي پړاو کې د درېو کلونو لپاره د سیکرټریټ مشري کوي.

 

دغه غونډه ،د اګست پر ۳۱مه، په استانبول کې شوې ده او دا د مکې د ګډ دفاعي تړون تر لاسلیک وروسته د درې واړو هېوادونو د جوړ شوي ستراتیژیک، سیاسي او دفاعي کمېټۍ لومړۍ رسمي غونډه وه. د ترکیې خارجه وزارت تر غونډې مخکې ویلي وو چې په ناسته کې به د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان د خارجه او دفاع وزیرانو ترڅنګ لوړپوړي پوځي مشران هم ګډون کوي.

 

د پاکستان له خوا نایب وزیراعظم او خارجه وزیر اسحاق ډار، دفاع وزیر خواجه محمد اصف او د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشل عاصم منیر په غونډه کې ګډون کړی دی. د ترکیې له خوا خارجه وزیر هاکان فیدان، دفاع وزیر یاشار ګولر او د پوځ لوي درستیز جنرال سلچوق بایراکتار اوغلو حاضر وو، د سعودي عربستان د خارجه او دفاع وزیرانو او لوړپوړو پوځي چارواکو هم ګډون کړی دی.

 

فیدان ویلي دي،چې د اتحاد لپاره د سیکرټریټ جوړېدل د دې معنا لري چې تړون اوس یوازې سیاسي اعلان نه دی، بلکې د منظمې ادارې او دوامداره همغږۍ مرحلې ته داخل شوی دی. د سیکرټریټ دنده به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي، امنیتي او ستراتیژیکو فیصلو همغږي او د ګډو کمېټو د کار تنظیمول وي.

 

د «مکې ګډ دفاعي تړون» بنسټیز اصل دا دی چې پر یو غړي هېواد وسله وال برید به پر نورو غړو هم برید ګڼل کېږي. دغه اصل د ناټو د ګډ دفاع له مادې سره ورته والی لري، خو د اتحاد د ګډې پوځي قوماندانۍ، دایمي ګډ ځواک او د دې مادې د عملي کېدو بشپړ تفصیلي اصول لا په عامه توګه نه دي خپاره شوي.

 

سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې «د مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ
سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې «د مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ
د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې تر منځ د مکې دفاعي تړون څه معنا لري؟
د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې تر منځ د مکې دفاعي تړون څه معنا لري؟
بنګله دېش د پاکستان ـ سعودي ـ ترکیې دفاعي تړون ته د ورګډېدو امکان څېړي
بنګله دېش د پاکستان ـ سعودي ـ ترکیې دفاعي تړون ته د ورګډېدو امکان څېړي

 

د ترکیې خارجه وزیر ویلي دي، چې دغه اتحاد د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دی. د هغه په وینا، درې واړه هېوادونه غواړي د سیمه‌ ییز امنیت، دفاعي صنعت، پوځي همکارۍ او ستراتیژیک ثبات لپاره ګډ میکانیزم جوړ کړي.

 

ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان د دفاعي صنعت، ګډو پوځي مشقونو، روزنې، استخباراتي او امنیتي همکارۍ او د وسلو او دفاعي ټکنالوجۍ په برخه کې له پخوا هم پراخې اړیکې لرلې؛ خو نوی تړون دا اړیکې د لومړي ځل لپاره د یو منظم درې اړخیز دفاعي چوکاټ لاندې راولي.

 

د اتحاد د پراخېدو امکان هم خلاص ساتل شوی دی. بنګله دېش تر دې وړاندې ویلي دي چې د مکې د تړون د غړیتوب وړاندیز په مثبت نظر څېړي، خو تر اوسه یې د غړیتوب وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې.

 

د استانبول غونډه په داسې وخت کې شوې ده چې منځنی ختیځ د ایران او امریکا د تازه پوځي کړکېچ سره مخ دی او پاکستان، سعودي عربستان او ترکیه درې واړه د سیمې په امنیتي او ډیپلوماټیکو چارو کي مهم رول لري. پاکستان ویلي دي، چې په دې غونډه کې ګډون یې له ترکیې او سعودي عربستان سره د تاریخي اړیکو او د سیمه‌ ییزې سولې او ثبات لپاره د ګډ کار څرګندونه ده.