ډاکه : د بنګله دېش د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار همایون کبیر ویلي دي، چې هېواد یې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د «مکې ګډ دفاعي تړون» ته د ورګډېدو امکان په مثبت نظر څېړي.
همایون کبیر ویلي دي، چې بنګله دېش د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې په ګډون د یو اقتصادي یا دفاعي چوکاټ د ممکنه غړیتوب په اړه مثبت نظر لري، خو هره وروستۍ پرېکړه به د هېواد د خپلو ګټو او د نړۍ د اقتصادي او سوداګریزو حالاتو د بدلون په پام کې نیولو سره کېږي.
هغه ویلي دي، چې د ډاکې د بهرني سیاست بنسټ به د بنګله دېش ملي ګټې وي. د نوموړي له څرګندونو داسې ښکاري چې حکومت غواړي له خپلو پخوانیو سیمه ییزو اړیکو سره یوځای له پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې سره د امنیتي، اقتصادي او سیاسي همکارۍ نورې لارې هم وڅېړي.
د بنګله دېش د چارواکو دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې په سویلي اسیا او منځني ختیځ کې د «مکې ګډ دفاعي تړون» د احتمالي پراخېدو په اړه بحثونه زیات شوي دي. تر اوسه بنګله دېش په رسمي توګه د تړون غړیتوب نه دی منلی او نه یې د ورګډېدو وروستۍ پرېکړه اعلان کړې ده.
پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د اګست پر اوومه په مکه کې «د مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ. د تړون له مخې، که پر دغو درېیو هېوادونو له یو سره وسله وال برید وشي، هغه به د ټولو غړو پر ضد برید ګڼل کېږي.
د تړون په رسمي اعلامیه کې ویل شوي دي چې هدف یې د هر ډول بهرني برید پر وړاندې د ګډ دفاعي توان او مخنیوي ځواک پیاوړی کول او د درېیو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ پراخول دي. پاکستان ویلي دي، چې دا تړون د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې د انفرادي او ګډې دفاع له حق سره سمون لري.
پاکستاني چارواکي وايي، چې تړون خالص دفاعي بڼه لري، د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دی جوړ شوی او د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ شته دوه اړخیز او څو اړخیز تړونونه نه ختموي. اسلام اباد دا هم ویلي دي چې تړون د سیمې هغو نورو هېوادونو ته هم پرانیستی دی چې د دې اصول ومني او اختلافونه د متقابل احترام، همکارۍ او سوله ییزو لارو د حلولو ملاتړ وکړي.
د دغه تړون لاسلیک په سیمه کې له پراخو امنیتي بدلونونو سره هممهاله شوی دی. پاکستان له سعودي عربستان سره له پخوا نږدې دفاعي اړیکې لري، په داسې حال کې چې ترکیه د ناټو غړی هېواد دی او په وروستیو کلونو کې یې له سعودي عربستان سره دفاعي او پوځي همکاري پراخه شوې ده.
د بنګله دېش ممکنه ورګډېدل به د دې تړون جغرافیه له منځني ختیځ او لوېدیځې اسیا څخه د سویلي اسیا ختیځې برخې ته هم وغځوي. خو تر دې دمه د ډاکې له لوري نه د رسمي مذاکراتو د پېل اعلان شوی او نه د غړیتوب لپاره کومه ټاکلې نېټه ورکړل شوې ده.
د بنګله دېش د بهرنیو چارو سلاکار څرګندونې ځکه هم د پام وړ دي چې ډاکه په وروستیو میاشتو کې له پاکستان سره د سیاسي، سوداګریزو او ولسي اړیکو د پراخولو هڅه کوي. همایون کبیر ټینګار کړی دی چې دا ډول اړیکې به د بنګله دېش د خپلو ملي ګټو له مخې پر مخ وړل کېږي.


شال نیوز