کابل : د افغانستان د تېر جمهوري نظام لوي درستیز ،جنرال هبت الله علیزي، د اګست په ۳۱مه، ویلي دي چې د پخواني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې شاوخوا ۱۰۰ زره سرتېري له لاسه ورکړي دي.
علیزي له سي بي اېس ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي:
«موږ وجنګېدو. سل زره سرتېري مو د خپل هېواد او نړۍ د دفاع لپاره د ترهګرو پر وړاندې له لاسه ورکړل.»
هغه د طالبانو هغه دریځ رد کړی دی چې ګواکي د پخواني افغان پوځ ځواکونو له جګړې پرته ماتې ومنله. د علیزي په وینا، افغان ځواکونو تر هغه وخته جګړه وکړه چې امکانات او د جګړې زمینه ورته برابره وه.
علیزي ویلي دي، چې د جمهوري نظام سقوط د دې له امله نه و چې پوځیانو له جګړې ډډه کړې وه، بلکې د حکومت په کچه د پرېکړو ځنډ، د قوماندې ستونزې او د طالبانو چټک پرمختګ هم مهم عوامل وو.
د پخواني لوي درستیز په وینا، د ۲۰۲۱م کال د اګست په وروستیو ورځو کې، چې د دفاع وزارت په مشرتابه کې د کابل د دفاع خبره مطرح شوه، د پلازمېنې د دفاع لپاره له مخکې بشپړ چمتو شوی پلان موجود نه و.
هغه ویلي دي، چې تر دې وړاندې یې هم د طالبانو د چټک پرمختګ د مخنیوي لپاره یوه طرحه جوړه او دفاع وزارت ته استولې وه، خو د حکومت د پرېکړو بهیر ورو و او طالبان په چټکۍ د ولایتونو پر مرکزونو برلاسي کېدل.
علیزی وايي، چې د ولسمشر اشرف غني او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو له افغانستانه تر وتلو وروسته یې لا هم باور درلود چې د طالبانو پر وړاندې پوځي مقاومت ممکن و.
هغه د کابل د سقوط د ورځو په اړه ویلي دي، چې تر ټولو سخته موضوع ورته د هغو سرتېرو د کورنیو په اړه فکر و چې د جمهوري نظام د جګړو پر مهال وژل شوي وو.
علیزي ویلي:
«دا موضوع مې له دننه خوري. د هغو کورنیو لپاره مې هېڅ ځواب نه درلود او نه پوهېدم چې څنګه به ورسره مخ شم.»
د افغانستان جمهوري نظام د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه سقوط وکړ. تر دې وړاندې طالبانو په څو اوونیو کې د هېواد پر ډېرو ولایتونو ولکه ټینګه کړې وه او د اګست په لومړیو دوو اوونیو کې یې د ولایتونو مرکزونه یو په بل پسې ونیول. د اګست پر ۱۵مه طالبان کابل ته ننوتل او ولسمشر اشرف غني له افغانستانه ووت.
د امریکا او ناټو د نږدې شل کلن پوځي حضور وروستۍ مرحله هم د همدې تحول په ترڅ کې پای ته ورسېده. وروستی امریکايي پوځي الوتکه د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۳۰مه د کابل له هوايي ډګره والوته او د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسېد.
د کابل هوايي ډګر د اګست له ۱۵مې تر پایه د بهرنیو ځواکونو او زرګونو افغانانو د ایستلو د عملیاتو اصلي مرکز و.


شال نیوز