کابل : د افغانستان پخواني ولسمشر ،حامد کرزي، ویلي دي، چې په کابل کې د خپل کور څخه د وتلو بشپړه ازادي نه لري او هر ځل چې بهر ځي، باید د طالبانو چارواکي له خپل تګ، ځای او مقصد څخه خبر کړي.
کرزي دا څرګندونې د بلومبرګ له خبریالې ،میشل حسین، سره په تازه مرکه کې کړې دي. په مرکه کې میشل حسین له هغه پوښتنه کوي چې په کابل کې یې ورځنی ژوند څنګه دی او ایا له خپل کور څخه د وتلو ازادي لري؟
کرزي په ځواب کې ویلي دي، چې د طالبانو چارواکو ته له مخکې خبر ورکولو پرته له خپل کور څخه نه شي وتلی. د هغه په وینا، که چارواکي د هغه له تګ او مقصد سره هوکړه وکړي، امنیتي کسان او بدرګه ورته برابروي او ټاکلي ځای ته یې رسوي.
کرزي همداراز ویلي دي، چې هر څوک هم په ازاده توګه د هغه لیدو ته نه شي ورتللی. د نوموړي په وینا، ځینې پخواني همکاران او مېلمانه اجازه لري چې ورسره وویني، خو د نورو کسانو لیدنه له مخکې اجازې او تایید ته اړتیا لري.
هغه ویلي دي، چې د افغانستان د ملي مصالحې د پخوانۍ عالي شورا له مشر ،عبدالله عبدالله، سره هم ډېر کم لیدل کېږي او شاوخوا په درېیو یا څلورو میاشتو کې یو ځل د هغه کور ته ورځي.
کله چې میشل حسین له کرزي وپوښتل چې ایا دا حالت عملاً د کورني بند مانا نه لري، نوموړي وویل چې دی یې د کورني بند په توګه نه ګڼي او له خپل اوسني وضعیت څخه شکایت هم نه کوي. کرزي وویل، چې په افغانستان کې پاتې کېدل ورته مهم دي او غواړي د هېواد له خلکو سره واوسي.
د همدې مرکې یوه مهمه برخه د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر حقونو راڅرخي. کرزي ویلي دي، چې نه غواړي خپلې لوڼې د زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولېږي، ځکه د هغه په باور دا کار به د افغانستان له اوسني وضعیت سره د تسلیمېدو په مانا وي.
هغه ویلي دي، چې د یو پلار په توګه د خپلو لوڼو د غوره زده کړې مسوولیت لري، خو د افغانستان د یو وګړي په توګه هم غواړي چې افغان نجونې په خپل هېواد کې د زده کړو حق ولري.
کرزي په مرکه کې طالبانو ته د افغانستان «ډیفکټو چارواکو» په توګه اشاره کړې او ویلي یې دي چې د نړیوال رسمیت او مشروعیت ترلاسه کول له یو شمېر شرایطو سره تړلي دي.
د نوموړي په وینا، د نجونو بېرته ښوونځیو ته ستنېدل او ښځو ته د کار اجازه ورکول د هغو مهمو مسایلو له ډلې دي چې نړیوالې ټولنې یې په تکرار غوښتنه کړې ده.
کرزي وویل :
«رسمیت پېژندنه او مشروعیت په افغانستان کې د مشخصو شرایطو له پوره کېدو څخه رامنځته کېږي.»
هغه زیاته کړې ده چې ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په وار وار د نجونو د زده کړې او ښځو د کار موضوع راپورته کړې ده.
پخواني ولسمشر د خپلې شاوخوا دیارلس کلنې واکمنۍ د مهمو لاسته راوړنو په اړه وویل چې د هلکانو او نجونو لپاره د زدهکړو پراختیا، د ښوونځیو او نورو ادارو جوړېدل او د هېواد بیا رغونه د هغه د حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه وو. خو هغه دا هم ومنله چې افغانستان ته د تلپاتې سولې نه راتلل د ده د حکومت له سترو ناکامیو څخه وو.
کرزي، سره له دې چې د افغانستان اوسنی وضعیت له ګڼو ستونزو سره مخ بولي، د هېواد د راتلونکي په اړه یې هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغانانو ترمنځ خبرې، زده کړه او سیاسي تفاهم د افغانستان د پرمختګ لپاره مهم دي.
پر پاکستان تازه نیوکې
حامد کرزي په همدې مرکه کې یو ځل بیا د پاکستان پر افغان پالیسۍ کلکې نیوکې کړې دي. هغه د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو کړکېچونو او نښتو ته په اشارې ویلي دي، چې اوسنی وضعیت ،د ده په باور، ښيي چې اسلام اباد یوازې د پخواني جمهوري حکومت سره ستونزه نه لرله، بلکې د طالبانو له حکومت سره هم د دوامدار تفاهم توان نه لري.
کرزي وویل:
«دا ښيي چې پاکستان له هېڅ افغان حکومت سره جوړ نه راځي. له جمهوریت سره یې جوړ نه شو کړای او اوس له طالبانو سره هم تفاهم ته نه رسېږي.»
هغه وویل، ستونزه د افغانستان په حکومتونو کې نه، بلکې د افغانستان په اړه د پاکستان په پالیسۍ کې ده. کرزي له اسلام اباد څخه وغوښتل چې له افغانستان سره «متمدنې اړیکې» جوړې کړي او د افغانستان د کمزوري کولو پر ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د دولتونو پر کچه عادي او باثباته اړیکو ته مخه کړي.
د حامد کرزي دا څرګندونې په داسې وخت کې دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته هم افغانستان د نړیوال رسمیت، د نجونو د زده کړې، د ښځو د کار او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په ګډون له مهمو سیاسي مسایلو سره مخ دی. روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي توګه پېژندلی دی.


شال نیوز