جمعې ورځ وه، سهار د جمهور رییس دستیار راته پیغام وکړ. ماسپښین په ۲:۳۰ بجو په ارګ کې یوه عاجله امنیتي جلسه دایرېږي. په تېره یوه میاشت کې تقریباً هره ورځ امنیتي مجلسونه دایرېدل. پخوا به امنیتي مجلس د امنیت شورا په دفتر کې، کله د دفاع وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې او کله به د جمهور رییس د لومړي مرستیال په دفتر کې دایرېده.

وروستیو اونیو کې د لومړي مرستیال، امنیت شورا او دفاع وزارت ترمنځ د امنیتي دستگاه د رهبرۍ پر سر شدید رقابت رامنځته شوی و. د همدې وضعیت د مهار لپاره، په وروستیو هفتو کې جمهور رییس مجلسونه پخپله رهبري کول. دا د جمهوري دورې اخري امنیتی مجلس وو.

په ۲:۳۰ بجو د سلام‌ خانې د قصر په الحاقیه کې مجلس ته ننوتم. دا ځل د معمول پر خلاف، د جمهور رییس، مرستیالانو او د امنیتي ادارو د اول درجه مسوولینو سربېره، ډاکټر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم په جلسه کې وو او د مجلس فضا سړه وه.

جمهور رییس په شروع کې وویل چې دا د تصمیم وخت دی. هر څوک چې د ایستادګۍ تصمیم نه لري، همدلته دې ووایي. بیا یې د مقاومت خبرې وکړې؛ تر وروستي څاڅکي وینې پورې د درېدو، د مزارشریف او میدان‌ شهر جبهاتو ته د مرستې رسولو او د خلکو د بسیج خبره یې وکړه. پیغام واضح و: مقاومت کوو او دفاع کوو.

امرالله صالح هم د جمهور رییس خبرې تکرار کړې. ډاکټر عبدالله هماغه سهار له قطر څخه راستون شوی و او ویې ویل چې طالبان خبرو ته اماده نه دي او غواړي په زور مسلط شي. په امنیتي مجلس کې چې پکښې د دفاع او مقاومت بحث کېده، د سولې د عالي شورا د رییس موجودیت پخپله د وضعیت په اړه ډېر څه ویل.

د مجلس د خبرو تفصیل مې مخکې لیکلی دی. اخري فیصله همدا وه چې باید د کابل او د دولت تر کنترول لاندې ولایتونو د دفاع لپاره قاطع پیغام نشر شي او خلک د دفاع او مقاومت لپاره بسیج شي. نږدې پنځه بجې مجلس ختم شو. ما وړاندیز وکړ چې د یوې وچې اعلامیې د نشرولو پرځای دې جمهور رییس له جلسې وروسته دغه خبرې د کمرې مخې ته وکړي، چې مونږ یې تصویري پیغام نشر کړو.

پیشنهاد ومنل شو. دفتر ته راستون شوم او پیغام مې ولیکه. برخلاف د هغې شایعې چې وروسته خپره شوه، دا د جمهور رییس د استعفا پیغام نه و. پیغام دا و چې جمهور رییس له خلکو غوښتل چې د کابل او هغو ولایتونو د دفاع لپاره اماده شي چې لا هم د حکومت په اختیار کې وو.

شاوخوا شپږ بجې مې له جمهور رییس سره خبرې وکړې. جمهور رییس وویل غواړي بالاحصار ته لاړ شي او پیغام له هغه ځایه ثبت کړي. ما وې ښه به وي چې د دې اعلان پر وخت د جمهور رییس مرستیالان، د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رییس هم ورسره ودرېږي، څو په هغه حساسه لحظه کې د هېواد د رهبرۍ وحدت وښودل شي. جمهور رییس ومنله.

په ۶:۳۰ بجو مې ځان د دلګشا قصر د هیلیکو پټرونو میدان ته ورساوه. کله چې هیلیکوپټر ته پورته شوم، یوازې درې کسان حاضر شوي وو: جمهور رییس، د دفاع وزیر بسم‌ الله خان او زه. د جمهور رییس مرستیالان، امنیت شورا سلاکار، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رییس نه وو راغلي. لیکلی پیغام مې جمهور رییس ته ورښکاره کړ. ویې لوست او څه یې ونه ویل. بیا مې بسم‌ الله خان ته ورکړ. هغه هم ولوست او کوم نظر یې نه درلود.

هیلیکوپټرونه بالاحصار ته ورنږدې شول، خو بېرته امر وشو چې وګرځي او ښکته نه شي. ښیي کوم امنیتي یا تخنیکي دلیل و. څه موده مو د کابل په فضا کې ګزمه وکړه، تر څو بیا هدایت راغی او په بالاحصار کې ښکته شوو.

بالاحصار کې جمهور رییس او د دفاع وزیر یو د بل تر څنګ ودرېدل. جمهور رییس متن یو ځل ولوست او بیا یې د کمرې مخې ته تقریباً له یاده خبرې وکړې. پیغام څلور دقیقې و؛ لنډ، قاطع او جنګي. له ثبت وروسته څو دقیقې په بالاحصار کې وګرځېدو. بسم‌ الله خان د کابل د جنګونو قصې کولې.

بېرته راتګ پر وخت دفاع وزیر له جمهور رییس سره د هغه په موټر کې کېناست. زه خپل موټر خواته روان شوم. جمهور رییس ناڅاپه د موټر دروازه خلاصه کړه او راته ویې ویل: عمر صاحب، د پیغام له نشر مخکې له سراج صاحب (د ملي امنیت رییس) سره مشوره وکړه. مالې سمه ده.

شاوخوا ۷:۳۰ بجې په ارګ کې خپل دفتر ته راستون شوم. ویدیو مو د نشر لپاره اماده کړه او د ملي امنیت رییس ضیا سراج ته مې زنګ وواهه. ورته ومې ویل چې رییس جمهور وظیفه راکړې چې په دې هکله درسره مشوره وکړم. وې که ممکنه وي، پیغام فعلاً مه نشروه.

دلیل پوښتنه مې وکړه. دلیل موجه وو. هرات سقوط کړی و او اسماعیل خان، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین، د هرات والي او د هرات د ملي امنیت رییس د طالبانو لاس ته ورغلي وو. طالبانو موافقه کړې وه چې هغوي خوشي کړي او قرار و چې له کابل څخه یوه طیاره هرات ته لاړه شي او هغوي کابل ته راولي.

سراج اندېښنه درلوده چې د جمهور رییس جنګي پیغام به دا توافق له خطر سره مخ کړي او ممکنه ده هغوي ووژل شي. راته یې وویل چې کله طیاره له هرات څخه پرواز وکړي، احوال به راکړي او پیغام به نشر کړو.

منتظر پاتې شوم. اته بجې شوې، لس بجې شوې، نیمه شپه شوه. احوال رانغی. همکاران مې رخصت کړل. ورته ومې ویل که احوال راغی، بېرته مو غواړم او پیغام به نشر کړو. تر دوو بجو د شپې لا هم منتظر وم.

بالاخره د امنیت شورا څخه پیغام راغی چې طیاره له ۸۵ سرنشینانو سره له هرات څخه پرواز کړی، اسیر شوي مقامات پکې دي، خو اسماعیل خان په طیاره کې نشته. اسماعیل خان ظاهراً د هوایي ډګر له دروازې بېرته ګرځېدلی و.

په هغه ساعت کې مې نور څوک پیدا نه کړل چې د پیغام د نشر په اړه ورسره تصمیم ونیسم. هغه ماښام پیغام نشر نه شو. سبا ورځ وضعیت بدل شوی و او یوه نرمه اعلامیه مو صادر کړه. دلایل او تفصیلات ېې ډېر دي. ثبت شوې ویدیو شاید لا هم د ارګ په ارشیف کې پاتې وي، خو د پیغام لیکلې کاپي لا هم له ما سره خوندي ده.

 

لیک : وحید عمر

د تېر جمهوري نظام د ستراتیژیکو اړیکو د برخې مشر