کابل : د افغانستان د تېر جمهوري نظام وروستي ولسمشر <محمد اشرف غني< د فرانسې او جرمني له ګډې رسنۍ (اَرته) سره په یوه مفصله مرکه کې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه د کابل د سقوط، له ارګه د خپل وتلو او د هغه ورځې د وروستیو شېبو په اړه نوي جزییات بیان کړي دي.
دا مرکه د آرته د «د کابل وروستۍ ورځې» په نوم د درې برخیز ځانګړي پروګرام برخه ده. د پروګرام درېیمه برخه د کابل پر سقوط راڅرخي او پکې غني د هغو ساعتونو په اړه خبرې کوي چې طالبان کابل ته ورسېدل او جمهوري نظام په چټکۍ سره ونړېد.
غني ویلي دي، چې د اګست پر ۱۵مه وضعیت د ده له تمې ډېر په چټکۍ بدل شو. د هغه په وینا، طالبانو ژمنه کړې وه چې کابل ښار ته به نه داخلېږي، خو وروسته وسله وال ښار ته ننوتل او د ارګ شاوخوا وضعیت هم خطرناک شو.
هغه ویلي:
«طالبان د ژمنو باوجود کابل ښار ته داخل شول او پر ارګ لومړنی برید وشو. ماته یوازې دوه دقیقې وخت راکړل شو چې له ارګه ووځم، ځکه ارګ محاصره و.»
غني په مرکه کې ویلي دي، چې د ارګ شاوخوا ډزې کېدې او د ده امنیتي ټیم ورته وویل چې نور هلته پاتې کېدل خوندي نه دي. د آرته د پروګرام په بیان کې هم ویل شوي دي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې ډزې وشوې او غني د پاتې کېدو او وتلو تر منځ له سختې پرېکړې سره مخ شو.
غني ویلي دي، چې په هغه وخت کې د ده تر ټولو لویه اندېښنه یوازې شخصي امنیت نه و، بلکې دا هم وه چې که د طالبانو لاس ته ورشي، ممکن د واک د انتقال د مشروع ښودلو لپاره تر فشار لاندې راوستل شي.
هغه ویلي:
«که په ارګ کي پاتې شوی وای، نیول کېدم، شکنجه کېدم او ښايي اړ کړل شوی وای چې د طالبانو واک ته رسېدل مشروع اعلان کړم.»
د غني په وینا، د ده نیول کېدل طالبانو ته دا موقع ورکولی شوه چې نړۍ ته وښيي د افغانستان منتخب ولسمشر په خپله خوښه واک هغوي ته سپارلی دی. هغه استدلال کړی دی چې په داسې حالت کې به د طالبانو د واک نیولو لپاره د سیاسي مشروعیت یو تصویر جوړ شوی وای.
غني ویلي دي، چې له ارګه د وتلو پرېکړه له مخکې پلان شوې نه وه. د هغه په وینا، نه یې د سفر لپاره سامان تیار کړی و، نه ورته معلومه وه چې کوم هېواد ته به ځي او نه یې دا تصور کاوه چې په څو دقیقو کې به د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ ووځي.
هغه ویلي:
«زه په یوه جوړه جامو کي ووتم. نه پوهېدم چې چېرته روان یم.»
د آرته پروګرام وايي، چې غني تر دې مخکې ویلي وو چې افغانستان به نه پرېږدي، خو د کابل د سقوط پر ورځ د امنیتي وضعیت له ناڅاپي خرابېدو وروسته یې له خپلې مېرمنې سره هېواد پرېښود.
غني په مرکه کې هڅه کړې ده چې خپله هغه پرېکړه تشریح کړي چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې پرې سختې نیوکې کېږي. هغه ویلي دي، چې په هغه شېبه کې یې داسې احساس کاوه چې که پاتې شي، د نیول کېدو خطر شته او ممکن د طالبانو له خوا د یوه سیاسي سمبول په توګه وکارول شي.
د نوموړي په وینا، د ده لپاره انتخاب دا و چې یا په ارګ کې پاتې شي او د طالبانو لاس ته ورشي، او یا په ډېر لږ وخت کې له ماڼۍ ووځي. غني ویلي، ده دویمه لاره غوره کړه. هغه په مرکه کې ټینګار کړی دی چې له کابل څخه وتل یې د واک د رضاکارانه سپارلو په معنا نه وو. د ده په وینا، نه یې طالبانو ته واک سپارلی او نه یې غوښتل داسې یو تصویر رامنځته شي چې ګواکې جمهوري حکومت په رسمي او قانوني توګه خپل واک طالبانو ته انتقال کړی دی.
غني ویلي دي، چې د اګست د ۱۵مې د وروستیو شېبو پرېکړه یې په څو دقیقو کې او د سخت امنیتي فشار لاندې کړې وه، او تر وتلو وروسته ورته څرګنده شوه چې د افغانستان د جمهوري نظام فصل پای ته رسېدلی دی.
د آرته درې برخیز پروګرام د افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړې، د امریکا شل کلن حضور، د دوحې خبرې، د بهرنیو ځواکونو وتل او په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو بیا واک ته رسېدل څېړي. په دې پروګرام کې د غني ترڅنګ یو شمېر افغان او نړیوال پخواني چارواکي، خبریالان او د جګړې مستقیم شاهدان هم خبرې کوي، خو د غني برخه په ځانګړي ډول د اګست د ۱۵مې پر وروستیو ساعتونو او له ارګه د هغه پر وتلو راڅرخي.


شال نیوز